د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

په افغانستان او عراق کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه د ایران خبرداری!


په داسې حال کې چې ایران او روسیې په افغانستان کې د داعش ډلې پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې، د افغانستان د دفاع وزارت د سیمې له هېوادونو یو وار بیا غوښتنه وکړه چې د اندېښنو د څرګندولو پر ځای دې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

په دې وروستیو کې د ایران د پلي ځواکونو قومندان ویلي، که د افغانستان او عراق له خوا یې د داعش وسله واله ډله څلوېښت کیلومتره پولو ته ورلنډه شي، پر ضد به یې اقدامات وکړي. روسیې هم د افغانستان په شمال کې د داعش د ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.

لوړ پوړی ایراني جنرال احمد رضا پردستان وايي، کهد اسلامي دولت یا داعش وسله واله ډله یې د عراق یا افغانستان له خوا د پولې څلوېښت کیلومترۍ ته ورلنډه شي، سرتیري به یې پر سخت اقدام لاس پورې کړي.

تر دې مخکې د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري خبرداری ورکړی و چې فرانسه، د امریکا متحده ایالات او ایران د داعش د بریدونو لوی هدفونه دي.

د ایران دولتي رسنیو د ایراني جنرال احمد رضا پردستان له خولې د عراق د بهرنیو چارو د وزیر دې خبرداري ته په اشارې ویلي، دوی له هیڅ ډول ګواښ ویره نه لري او د ایران له پولې څلوېښت کیلومتره اخوا یې د عراق په خاوره کې سره کرښه نښه کړې.

دې ایراني جنرال خبرداری ورکړی چې په عراق او افغانستان دواړو کې به د داعش د هر هغه ګام پرضد چې د ایران پر لور وي جدي اقدام وکړي.

جنرال پردستان ویلي:

"اوس مهال د داعش ډلې یوه برخه د افغانستان په شمال کې ده او هڅه کوي چې د ایران پولو ته ځان ورسوي."

نوموړي خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې ديمخکې له دې چې دښمن یې سرحدونه ته ور ورسیږيد دوی دفاعي ځواکونه یې د مقابلې لپاره چمتو دي.

بل خوا روسیې هم یو وار بیا د افغانستان په شمال کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر فعالیتونه اندېښنه ښودلې ده.

د روسیې د بهرینو چارو د وزارت مرستیال اولیګ سیرومولوتوف ددې هېواد د پارلمان یو کمېټې ته په خبرو کې ویلي، دوی د افغانستان په شمال کې د وضیعت له خرابیدو نه خبر دياو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې به د دې هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په شمال کې د داعش پر فعالیتونو او منځنۍ اسیا ته پر پېښو خطرونو خبرې وکړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي دوی چې په افغانستان کې دا مهال په کومه جګړه کې ښکیل دي، هغه یوازې د افغانستان نه بلکې د ټولې سیمې د خوندیتوب لپاره روانه جګړه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي دوی به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ایران، روسیې او یا کوم بل هېواد پرضد وکاروي، خود نوموړې په وینا د سیمېهېوادونه هم باید په افغانستان کې د تروریزم پرضد روانې جګړې ته د خیر په غونډې کیننې.

روسیې تردې مخکې هم د افغانستان د امنیتي وضیعت په اړه اندېښنې ښودلی خو دا لومړی ځل دی چې یو ایراني جنرال داسې سخت خبرداری ورکوي.

افغان حکومت په وار- وار په افغانستان کې روانه جګړه د سیمې مشترکه جګړه بللې او د روسیې او ایران په شمول یې له ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ غوښتي چې په دې جګړه کې دې د افغان امنیتي ځواکونوپه تجهیز او تمویل کې کې ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG