د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

د ناامنیو له امله په ننګرهار کې ۶۰ زره ماشومان له واکسینه محروم پاتې دي


په ننګرهار کې د پولیو واکسین درې ورځېنی کمپاین د سې شنبې په ورځ پيل شو.

د روغتیا ریيس ډاکټر نجیب کاموال د دې کمپاین په پرانېست غونډه کې وویل چې دوی په پام کې لري په دې کمپاین کې شپږ لکه ۲۷ زره ماشومان واکسین کړي.

خو نوموړی وايي، لا هم په یو شمېر ولسواليو کې د پولیو واکسین د نه تطبیق ستونزه پر ځای پرته ده چې دا ځل به هم شاوخوا ۶۰ زره ماشومان د پولیو واکسین څخه محروم پاتې شي:

"تقریباً له اتو میاشتو راهیسې په دې نه یو توانېدلي چې ۶۰ زره ماشومان په ځينو ولسوالیو کې د ناامنۍ او ځينو نورو مشکلاتو له امله واکسین کړو چې دغه ولسوالۍ عبارت دي د هسکې مینې ولسوالۍ په بشپړ ډول اچین، کوټ او د بټي کوټ ولسوالیو ځيني برخې دا ځل به هم شپیته زره ماشومان د پولیو واکسینو نه محروم پاتې شي."

کاموال وويل چې د تېرو څلورو میاشتو په موده کې د پولیو وایروس اته پيښې ثبت شوي چې یوازې شپږ پېښې په اچین ولسوالۍ کې دي.

دی وايي، د دغو پيښو وایروس د هغو پاکستاني کډوالو څخه نورو ته انتقال شوی چې په اچین کې میشت وو.

ښاغلي کاموال زیاتوي:

"وایروس چې کله یوه ماشوم ته رسیږي په ډيرې اسانۍ بل ته ځي او دغه وایروس له ګاونډي هېواده دلته انتقال شوی ‎چې په اچین ولسوالۍ کې افریدي او اورکزۍ میشت وو، د هغوی څخه نورو ماشومانو ته رسیدلې وه چې اوس اکثراً ماشومان په دې ناروغی اخته شوي."

د روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د ننګرهار په زرګونه ماشومان د پولیو واکسینو څخه بې برخې پاتې کیږي چې ستر لامل يې ناامني ده.

د دوی پر وینا که چېرې دا ستونزه همداسې پاتې شي په دې ولایت کې به د پولیو پيښې زیاتې شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG