د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

امریکا د داعش پر ضد عراق ته ځانګړي ځواکونه استوي


د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر
د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر

امریکا په پام کې لري د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د جګړې لپاره په عراق کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

د امریکا دفاع وزیر وایي، دغه ځواکونه به په سوریې او عراق دواړو کې د داعش په وړاندې عملیات کوي.

په عراق کې د شیعه مسلمانانو وسله والو ډلو په دغه هېواد کې د امریکا له لوري د هر ډول امریکایي ځواکونو د ځای پرځای کیدو مخالفت کړی دی او وایي، په وړاندې به یې وجنګیږي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر د سه شنبه په ورځ د امریکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته په خبرو کې وویل چې د اسلامي دولت ډلي په وړاندې د جګړې د لا پراخیدو په هدف په عراق کې خپل نوي ځانګړي ځواکونه ځای پرځای کوي.

د کارتر دا څرګندونې د امریکا د کانګرس له خوا د هغو فشارونو وروسته شوي چې وایي، د اسلامي دولت ډلې له خوا د ډیریدونکو بریدونو د کمولو لپاره باید لا ډیر کار وشي.

اشټون کارټر ویلي چې دغه نوي ځواکونه به بریدونه ترسره کوي، برمته شوي کسان به ژغوري، استخباراتي معلومات به ټولوي او د اسلامي دولت ډلې مشران به وژني یا به یې ژوندي نیسي.

دی وایي، دا ځواکونه به په داسې موقف کې وي چې وکولای شي په سوریې کې دننه په خپلواکه توګه عملیات ترسره کړي.

کارتر زیاتوي:

"موږ یو ځانګړی ځواک جوړوو. دا یو ځواک دی چې ټول وختونه به په سوریې کې عملیات نه کوي. کولای شي دننه ولاړ شي، بریدونه وکړي او بیرته بهر راووځي."

اشټون کارتر او د امریکا د لوړ پوړي پوځي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ وروسته له هغه د دغې کمېټې له خوا تر پوښتنو لاندې راغله چې دوی د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د جګړې خوشبینانه انځور ورکړ.

جنرال ډانفورډ د کمېټې غړو ته وویل:

"موږ اټکل کوو چې په تېرو ۳۰ ورځو کې د تیلو له درکه د داعش جاري عایدات تقریباً ۴۳ فیصده اغیزمن شوي دي."

اوس مهال شاوخوا ۳۵۰۰ امریکایي سرتیري په عراق کې شته چې په دې وروستیو کې یې له کرد او نورو عراقي ځواکونو سره د اسلامي دولت ډلې څخه د سنجار ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې مرسته کړې ده.

په عراق کې د امریکا هڅې چې د حیدرالعبادي د حکومت له خوا یې ملاتړ کیږي، تر ډیره په دغه هېواد کې د ځواکمني شیعه مذهبي ډلې له خوا له ګواښونو سره مخامخ کیږي.

دغه ډله د حکومتي ځواکونو څخه جلا ده خو د داعش په وړاندې هم جنګیږي.

د یو شمېر شیعه ملیشو مشرانو چې ځیني یې د ایران متحدین دي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی به په عراق کې د امریکا د هر ډول اضافي سرتیرو سره وجنګیږي.

اشټون کارټر د نوېو ځانګړو ځواکونو شمېره نه ده یاده کړې، خو دا ځواکونه به تر هغه ډیر وي چې ولسمشر اوباما یې سوریې ته د بیرته تګ اعلان کړی وو.

د امریکا دفاع وزیر دغه راز د خپل هېواد د هغو بریدونو د پراخیدو خبره هم کوي چې د اسلامي دولت ډلې پرعایداتي سرچینو به وشي، ده په تیره بیا د تیلو د سرچینو یادونه کړې ده.

په همدې حال کې جنرال جوزف ډانفورډ د پوځي خدماتو د کمېټې په وړاندې د هغو پوځي متخصصینو د خبرو دفاع وکړه چې وایي یوازې په هوایي بریدونو نه بلکه د لا ډیرو پوځي ځواکونو استول کولی شي تندلاري ډلې ماتې کړي.

XS
SM
MD
LG