د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د ۲۰۱۶ کال د پیل جشنونه د ترورستي ویرو په ترڅ کې ترسره شول


نوی میلادي کال په نړۍ کې د ترورستي ګواښونو په ترڅ کې ونمانځل شو.

په فرانسې، د جرمني په مونشن او د امریکا په نیویارک کې د ترورستي بریدونو د خنثی کولو راپورونو د نوي کال جشنونه اغېزمن کړل.

د جرمني پولیسو د پنجشبې د شپې په وروستیو کې په مونشن کې د اورګاډي دوه تمځایونه د ترورستي بریدونو له ویرې خالي کړل.

فرانسوي چارواکو خبر ورکړ چې د اسلامي دولت پنځه تنه یا اووه تنه غواړي چې ځان وژونکي بریدونه وکړي. فرانسې تر شپیته زره ډېر پولیس د نوي کال د جشن د نمانځلو د امنیت لپاره ګمارلي وو.

د امریکا په نیویارک ایالت کې چارواکو وویل چې یوه تن هڅه کوله د روچسټر په سیمه کې پر یوه رسټورانټ برید وکړي؛ خو ونیول شو.

خو د دې سربېره د نیویارک ښار په تایمز میدان کې یو میلیون کسان راغونډ شول او د نوی کال جشن یې ونمانځه.

په بروکسل کې بیا د نوی کال د جشن مراسم لغوه شول. د بروکسل ښاروال وویل، غوره ده چې ځانونه په خطر کې وانه چوو.

په لندن کې د امنیتي ګواښونو سربیره خلکو له سترو اور لوبو خوند واخیست.

په جاپان کې هم په میلیونونو کسانو جشن وکړ. د چین مرکز پیکنګ ته څېرمه ممنوعه ښار ته نژدې اتش باز وشوه؛ خو د عادي حالت برخلاف په پیکنګ کې پولیس ډېر ترسترګو کېدل.

د تایلند په مرکز بنکاک کې هم د نوي کال د جشن پر مهال په زرګونو پولیس ځای پرځای شوي وو.

په دوبی کې د "ادرس" په نوم ۶۳ منزله هوټل اور واخیست. دا هوټل د نړۍ د سترې ودانۍ، برج الخلیفه ترڅنګ دی خو چارواکو وویل چې اور تر ډیره کنټرول شو او څوارلس تنه برسیرن ټپیان شول. د نوی کال د جشن د مراسمو پر مهال په دې پنځه ستوریو هوټل کې د اورلګېدنې علت نه دی روښانه شوی.

د فلسطین په غزه کې بیا حاکم حماس ګوند د نوي کال د جشن پر مراسمو بندیز ولګاوه او هغه یې غربي دود وباله. حماس څرګنده کړه چې دا جشن د اسلام له اصولو سره مخالف دی.

XS
SM
MD
LG