د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

"د افغانستان د حکومت په ادارو کې ۵۱زره پوستونه خالي دي"


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې له مخ په زیاتیدونکې وزګارتیا سره سره، یو پنځوس زره دولتي پوستونه تش پاتې دي.

دا وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو له کمېسیونه غواړي چې په دې برخه کې هڅې تېزې کړي.

د اداري اصلاحاتو کمېسیون چارواکي وايي، د دولتي تشو پوستونو د ډکولو مسوولیت یوازې د دوې دنده نه ده بلکې نورې ادارې دې هم په خپلو برخو کې، هڅې وکړي.

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت له نظره، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون د څارګرو کموالی او پر دولتي پوستونو د وړو کسانو د ګمارلو د پروسې سستوالی سبب شوی چې په زرګونو دولتي پوستونه تش پاتې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نورمهمند د دوشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د کار کوونکو کموالی د دې لامل شوی چې یو پنځوس زره دولتي پوستونه تش پاتې شي.

ښاغلي مهمند وویل، یوه پوست ته د ډیرو کسانو کاندیدو، پر دولتي پوستونو د وړو کسانو د استخدام پروسه ټکنۍ کړې ده:

"په ټولو وزارتونو کې یو پنځوس زره پستونه شته چې تراوسه پرې څوک ګمارل شوي نه دي.دا د ټولو وزارتونو له مسلک او کاري استقامت پورې اړه لري. د اداري اصلاحاتو د کمېسیون پرسونل لږ دی او په یوه وخت کې پنځه ویشتو وزارتونو ته رسیده ګي نه شي کولي، ښه دا ده چې د دې کمېسیون غړي د هر وزارت د بشري منابعو له مسوولینو سره کیني او دا پروسه ګړندۍ کړي."

د زرګونو دولتي پوستونو د تشوالي موضوع په داسې حال کې راپورته شوې چې په هېواد کې د بې کارۍ او له قاچاقي لارو څخه بهر ته د ځوانانو د تګ ستونزه له کنټروله وتلې او له یوې ورځې نه بلې ته زیاتیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، کارته د ۱۴ میلیونو اماده کسانو له جملې څخه، اووه میلیونه غیرفعال او په همدغو اوو میلیونو کې نهه دیرش فیصده په بشپړه توګه وزګار دي.

په ورته وخت کې د کارګرانو د ټولنې ريیس معروف قادري وايي، حکومت باید د زرګونو تشو دولتي پوستونو په اړه ځواب ووايي:

"یو پنځوس زره دولتي پوستونو خالي دي، ولې پرې ځوانان نه ګمارل کیږي، داسې ځوانان شته چې په هېواد کې یې دننه او بهر لوړې زده کړې کړي، خو د بې کارۍ له امله سرګردانه ګرځي او یا له هېواده وځي."

ځیني افغان ځوانان وايي، په ډیرو خوارېو یې لوړې زده کړې او سره له دې د زده کړو اسناد لري خو کار ورته نه پیدا کیږي.

د خالد په نامه یوه ازادي راډیو ته وویل:

"دوه کاله کیږي له پوهنتونه فارغ شوی یم، کورنۍ مې راباندې په شپاړسو کلونو کې ډیر زحمت ایستلی. په ډیرو ادارو وګرځېدم ، امتحانونه مې ورکړل، ښه نومرې مې واخیستې خو په نتیجه کې یې واسطه لرونکی مقرر شو. بې کارۍ تنګ کړی یم.کوم ځوانان چې په مخدرو موادو اخته کیږي، لامل یې همدا دی."

همدارنګه د عزت اله په نامه بل ځوان وايي، د کابل له میخانیکي انسټیټیوټه فارغ شوی، په ډیرو ارګانونو کې یې امتحان ورکړي خو د ده په خبره، واسطه لرونکي په کې بریالي ګڼل شوی دی.

په ورته وخت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون د دارالانشاء ريیس ذبیح اله ساویز ازادي رادیو ته وویل، د تشو دولتي پستونو د ډکولو مسوولیت یوازې د دې کمېسیون دنده نه ده خو دې چارې ته کافي پرسونل هم لري:

"په مجموع کې یو پنځوس زره پوستونه نه بلکې، دوه دیرش زره دي چې ډیر يې د ښوونکو او ځیني یې د ښاروالیو دي او د اصلاحاتو ریفورم پورې اړه نه لري.د وزیرانو شورا د وروستۍ پریکړې له مخې، د ډیرو پوستونو د استخدام صلاحیت وزارتونو ته ورکړل شوی او د اداري اصلاحاتو کمېسیون په کې یوازې د ناظر حیثیت لري.په دې کې داسې پوستونه هم شته چې په ناامنو سیمو کې دي."

د اقتصادي چارو پوه سیف الدین سیحون د دې ستونزې لامل په دولتي ارګانونو کې بې نظمي او د ظرفیتونو کموالی ګڼي.

دی وايي، ترڅو چې پر دولتي پوستونو د استخدام پروسه شفافه نه شي او پر پوستونو وړ کسان و نه ګمارل شي، شته ستونزه به له دې هم زیاته شي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG