د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

جيمز بېکر او هنري کيسنجر:موږ نه شو کولاى د نړۍ پوليس واوسو


جيمز بېکر او هنري کيسنجر چې د امريکا د څلورو ولسمشرانو په ادارو کې يې د بهرنيو چارو د وزيرانو په توګه کار کړى، په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په خپله مقاله کې ليکي:

د اکثريت امريکايانو غوندې موږ په دې باور يو، امريکا چې څنګه د سړې جګړې په وخت کې د پخواني شوروي اتحاد د اسيرانو د ازادۍ لپاره کوم کار وکړ، بايد له ډيموکراسۍ او بشري حقونو سياسي، اقتصادي او ډيپلوماتيک ملاتړ وکړي.

امريکايي ارزښتونه موږ دېته مجبوروي چې د انسانانو کړاوونه راکم کړو. خو د يوه ټوليز پرنسيپ په توګه، زموږ هېواد بايد دا حرکت له پوځي طريقه په هغه وخت کې وکړي، چې زموږ ملي ګټې له خطر سره مخامخ وي.

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزيران د مقالې په دوام زياتوي:

د ليبيا مسئله د بحث وړ استثنا ده. که د امريکا حياتي ګټې په خطر کې نه وي، د انساني مسايلو لپاره محدوده پوځي مداخله د توجېه وړ ده. قذافي په خپل هېواد کې ښه نوم او په بهر کې دوستان نه لري، د ملګرو ملتونو امنيت شورا او د عرب تحاديې د دې پوځي مداخلې غوښتنه وکړه.

جيمز بېکر او هنري کسينجر ليکي:

خو ايدياليستيک اهداف نه شي کولاى د امريکا په خارجي سياست کې د پوځي ځواک د کارولو اساس او محرک وي. موږ نه شو کولاى د نړۍ پوليس واوسو. موږ نه شو کولاى په ټولو احتمالي بشري ازمېښتونو کې له پوځي ځواک څخه کار واخلو. اخر به په کوم هېواد کې بريالي شو؟ په سوريه، يمن، الجزاير که ايران کې؟

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د جيمز بېکر او هنري کيسنجر په ليکنه کې راغلي:

د بحرين، مراکش او سعودي عربستان غوندې هېوادونو په باب چې د امريکا نژدې متحدان دي، خو له موږ سره يې ارزښتونه ګډ نه دي، څه وکړو؟ د عاج ساحل غوندې هېوادونو کې چې له بشري حقونو سرغړونې کېږي، دا مسئله به څنګه کېږي؟

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزيران جيمز بېکر او هنري کسنيجر ځينې لارې چارې پېشنهادوي:

کله چې له پوځي ځواک څخه استفاده کېږي، بايد يو روښان او دقيق هدف په نښه شوى وي.

دويم:
د هر هېواد فرهنګي او تاريخي مشخص شرايط او اوضاع بايد په جلا ډول او په دغه هېواد کې د امريکا راتلونکي ستراتيژيک او اقتصادي اهداف وڅېړل شي.

درېيم:
په مشخص ډول بايد پوه شو چې موږ د څه شي او چا ملاتړ کوو؟

څلورم:

له هېواده دباندې بايد د پوځي اقدام لپاره، د خلکو او د امريکا د کانګرس ملاتړ له ځان سره ولرو.

پنځم:
د هر نااټکل شوي پوځي حرکت پايله بايد وڅېړل شي او په پام کې ونيول شي.

او شپږم:
تر ټولو مهمه لا دا چې امريکا بايد د خپلو حياتي ګټو يو قوي درک ته پراختيا ورکړي.

جيمز بېکر او هنري کيسنجر په واشنګټن پوسټ کې د خپلې مقالې په پاى کې ليکي:

امريکا بايد داسې يوه پاليسي تعقيب کړي، چې د امريکا ملي ګټې تضمين کړي، دغه راز امريکايي ارزښتونو، لکه ډيموکراسۍ، ازادۍ او بشري حقونو ته پراختيا ورکړي.
XS
SM
MD
LG