د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

اکانومسټ مجله:په افغانستان کې د وینې بهېدو فصل


نړېوالو رسنیو په افغانستان کې د روان امنیتي حالت او په قطر کې د هغو طالب مشرانو په اړه چې له ګوانټانامو څخه خوشې شوي دي مطالب خپاره کړي.

اکانومسټ:

اکانومسټ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی: ((په افغانستان کې د وینې بهېدو فصل))

مجله لیکي،دا د جګړې لومړنۍ فصل دی چې افغان ځواکونه په کې د ناټو له ملاتړ پرته عملیات کوي چې د دې ځواکونو د مرګژوبلې له زیاتوالي سره مل دی.

اکانمسټ لیکي، د افغان ځواکونو د مرګژوبلې د زیاتوالي سره - سره بیا هم یو شمېر افغانان په دې باور دي افغان حکومت د طالبانو د مهارلو په لور روان دی او د هغوي د پرمختګ مخه يې نیولې ده.

د مطلب لیکونکي زیاته توجه د کندز امنیتي وضیعت ته کړې ده او دغلته يې د محلي ملیشو او اربکیو مسلح کولو ته اشاره کړې ده.

مجله زیاتوي، د افغانستان خلک د محلي ملیشو د جوړښت په اړه اندیښمن دي؛ ځکه دا ملیشه کیدای شي، په راتلونکې د یو بل سرکش ځواک بڼه غوره کړي.

مجله وايي، یوشمېر کسان په باور دي چې همدا محلي ملیشه د ورځې پر مهال اربکي وي؛ خو د شپې ترې بیا وسله وال غله جوړیږي.

اکانمسټ وړاندې لیکي؛ په افغانستان کې یوه بله ویره هم پیدا شوې ده چې هغه د داعش د فعالیت په اړه ده چې ویل کیږي؛ یو شمېر طالبان هم له دغې ډلې سره یو ځای شوي دي.

خو د مطلب لیکونکی وايي، دا احتمال چې طالبان به داعش په غیږه کې ونیسي؛ ډېر کم دی، ځکه طالبان اکثره ملتپاله پښتانه دي او د داعش د دې نظريې پابند نه دي چې غواړي په ټولنه اسلامي نړۍ واک وچلوي.

له بل لوري طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته هم منتظر دي او په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قومندان په خبره د داعش او طالبان نظریات له یو بل سره په تضاد کې دي.

د هیل:

د هیل خپرونه چې د متحده ایالاتو د کانګرېس له خوا خپریږي د هغو پینځو طالب مشرانو په اړه د کانګرېس د غړو اندیښنه یاده کړې چې تېر کال له ګوانټانامو خوشې او قطر ته واستول شول.

د خپرونې په لیکنه د دې پینځو طالب مشرانو نظر بندي د جون په لومړۍ نېټه پای ته رسیږي او هغوی کولی شي؛ له دې وروسته ازاد نقل و حرکت ولري.

د هیل خپرونه لیکي، د کانګریس یو شمېر غړي اندیښنه لري چې د دې طالبانو ازاد خوزښت به په بهر کې میشت امریکایان له ګواښ سره مخامخ کړي.

دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې ویل کیږي؛ دغو طالب مشرانو د نظر بندۍ پر مهال د حقاني شبکې له ځینو غړو سره تماسونه نیولي دي.

د کانګرېس ځیني نور غړي بیا له یوه سره له ګوانټانامو څخه د دې طالب مشرانو خوشې کول یوه خطا ګڼي او وايي؛ په کار نه وه چې د امریکايي سرتیري "بو برګدال" د خلاصون په بدل کې دا پینځه طالب مشران خوشي شوي وای ځکه په خپله د برګډال بندي کېدل هم یوه مشکوکه مساله ده.

XS
SM
MD
LG