د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

د ټپي امریکايي عسکر ژغورونکی "محمد ګلاب" مرستو ته سترګې په لار دی


محمدګلاب
محمدګلاب

يو افغان کليوال چې په کونړ ولايت کې يې په بدو شرايطو کې يو امريکايی سرتېرى وژغوره؛ اوس په ناوړه وضعيت کې د امريکا مرستو ته انتظار دى.

دغه سړى محمد ګلاب نومېږي چې په ٢٠٠٥م کال کې يې د امريکا د پليو سمندري ځواکونو يو سرتېرى چې سخت ټپي شوى هم و؛ له طالبانو وژغوره او په خپل کور کې يې پناه ورکړه.

که څه هم له دې پېښې لس کاله تېرېږي خو محمد ګلاب اوس په يوه بل هېواد کې له خپلې کورنۍ سره شپې ورځې تېروي او په امريکا کې د پناه غوښتنې په تمه دى.

د محمد ګلاب له خوا د امريکايي سرتېري د ژغورنې موضوع لومړى په يوه کتاب بيا په يوه فلم کې ياده شوه.

دا چې په تېرو لسو کلونو کې د محمد ګلاب په ژوند کې نور څه پېښ شوي؛ له ده څخه اورئ چې فرشتې نګاه ته يې معلومات ورکړي.

دغه کليوال افغان لومړى ځان راپېژني بيا هغه پېښه بيانوي چې د ٢٠٠٥م کال د جون پر ٢٨مه وشوه.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG