د پاکستان د اسلامي نظرياتي شورا مشر او د دې هېواد د مرکزي پارلمان غړى مولانامحمدخان شېراني وايي، په درېيمه نړۍ کې د جګړې لپاره د القاعده او طالبانو نومونه نور زاړه شوي دي او غربي نړۍ به اوس هڅه کوي، چي له افغان حکومت سره د افغان طالبانو د روغې جوړې هڅې پيل کړي، خو کوم طالبان چې له مذاکراتو سره مخالفت کوي، هغوى به له داعش سره ملګري شي او په دې سيمه کې به يوه نوې جګړه پيل شي.
مولانا شېراني وايي، په پاکستان کې د پوځي محکمو جوړېدل او د ترهګرۍ په خلاف د نوي ملي پلان جوړېدل د ديني مدارسو او مذهبي اتحاديو په خلاف اقدام د نړېوالې ستراتيژۍ برخه دى، وايي په دې ترڅ کې په پاکستان کې اوس د سني او برېلوي مسلمانانو تر منځ د يوې نوې جګړې د پيلولو لپاره هڅې روانې دي.
د جمعيت علماى اسلام ګوند له مشرمولانا محمدخان شېراني سره د ازادۍ راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده، چې ستاسې پام ورته را اړوو: