د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د انیسې وهاب هنري ژوند ته لنډه کتنه


انیسه وهاب د عبدالوهاب پوپل لور او د برګیت عبدالغیاث لسمۍ وه چې په ۱۳۳۵هـ ش کال کې د کابل په شش درک سیمه کې یې نړۍ ته سترګې پرانستې.

انیسه لا اووه کلنه وه چې د خپل مشر ورور زمري غیاثي په تشویق راډیو افغانستان ته راغله او د ماشومانو په خپرونه کې ویانده شوه؛ له دې وروسته د تمثیل او هنر میدان ته راغله؛ په سلګونو نمایشنامو، فلمونو او تیاتري نندارو کې یې کار وکړ.

انیسې وهاب د تمثیل تر څنګ ځینې سندرې هم ویلي؛ سندرې یې ټولې انتقادي بڼه لري او د ټولنې ځینو بې عدالتیو ته په کې اشاره شوې ده؛ ژیګیلو یې یوه مشهوره سندره ده چې په هغه وخت کې ډیره مشهوره شوه.

انیسې وهاب په ډیرو زیاتو راډیویي او ټلویزیوني نمایشنامو، هنري فلمونو او تیاتري نندارو کې کار کړی؛ خاله فالبینک، خاله قانغوزک، مجبور او ځینې خپرونې لکه مربای مرچ او په سلګونو دې ته ورته کارونه یې د هنري ژوند ښه مثالونه دي.

انیسې وهاب د خپل هنري ژوند په اوږدو کې ډیر افتخارات درلودل؛ په ډېرو مډالونو او تقدیرنامو ستایل شوې وه.

له ازبکستان نه یې د تیاتر په برخه کې په عالي درجه ډیپلوم تر لاسه کړی و؛ همدارنګه یې د صداقت مډال، نشان افتخار، د غوره هنرمندې لقب او دې ته ورته ډیرې ویاړنې یې د افغانستان له مختلفو فرهنګي او هنري ادارو نه تر لاسه کړې وې؛ همدا ډول یې ځینو بهرنیو هیوادونو لکه تاجکستان، جاپان او امریکا ته هنري سفرونه هم کړي وو.

میرمن انیسه وهاب په کال ۱۳۸۹ د حمل په ۲۹نیټه د ورپیښې ناروغ له امله له فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او په خپلې پلرنۍ هدیره قول آبچکان کې خاورو ته وسپارول شوه.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG