په کندهار کې د دولت د سختې څارنې سره سره تاریاک کرل شوي.
کندهار د هلمند را وروسته د افغانستان په کچه د تارياکو ستر توليدونکي ولايت دى، چې سږ کال هم په کې د تېر کال په اندازه زيات کوکنار کرل شوي دي.
شاوليکوټ ميوند پنجوايي او ژړۍ د کندهار هغه ولسوالۍ دي، چې پر مځکو يې ٦٠ فیصده کوکنار کرل شوي دي.
ناامنۍ د دولت نه حاکميت او د کروندګرو سره نه مرستې هغه لاملونه دي، چې په دغه ولايت کې يې د کوکنارو کښت زيات کړي دي.
په کندهار کې د ازادي راډيو خبریال محمدصادق رښتینی دغه انځوریز راپور برابر کړی دی.