په افغانستان کې د کانګو د ناروغۍ له امله ۱۰تنه وژل شوي
د کانګو ناروغي په افغانستان کې له دې وړاندې نه وه،خو په کابل کې د روغتیا وزارت مسولین وايي چې د روانو دوه میاشتو په شاوخوا کې ۲۷ تنه په دی ناروغۍ اخته شوي دي. د انتاني روغتون ټرینر متخصص ډاکټر محمد صادق نعیمي د سې شنبي په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دې ډلې نه لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویډیو: ابراهیم صافۍ