د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

مسدونیا د کډوالو لپاره اضطراري حالت اعلان کړی


مسدونیا د کډوالو لپاره اضطراري حالت اعلان کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

مسدونیا د خپلو سرحدونو په اوږدو بیړنی حالت اعلان کړی دی. له دې سره دغه هېواد غواړي چې د پوځ په مرسته د هغو کډوالو مخه ونیسي چې د دې هېواد له لارې د اروپایي ټولنې نورو هېوادو ته ځانونه رسوي. د مسدونیا د کورنیو چارو د وزارت ویاند ایو کوتیفسکې تیره ورځ په مرکز سکوپي کې خبریالانو ته وویل: ((لکه څرنګه چې د مسدونیا جمهوریت ته یو ستر خطر متوجه دی، موږ یو بیړنی حالت اعلان کړی. دا دا مانا ورکوي چې امنیتي تدابیر د پولي په اوږدو په زیاتیدو دي او وسله وال ځواکونه به په قانوني ډول هلته ځای پر ځای شي.)) دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې تیره ورځ په زرګونو کډوال د یونان او مسدونیا ترمنځ د ګیوګیلیا په ښار کې راغونډ شوي وو او انتظار یې کاوه.

XS
SM
MD
LG