د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

په پلازمېنه کییف کې د چاودنو غږ اورېدل شوی


په کییف کې په نښه شوې یوه ودانۍ چې زیان ورته اوښتی دی.
په کییف کې په نښه شوې یوه ودانۍ چې زیان ورته اوښتی دی.

د اوکراین پلازمېنه کییف کې نن سهار د څو چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

په کییف کې نن سهار له چاودنو سره هممهاله د خطر زنګ وهل شوی او له خلکو غوښتل شوي چې خوندي ځایونو کې پاتې شي.

که څه هم تراوسه د چاودنو څرنګوالی معلوم نه دی، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، د کییف په یوه سیمه کې د توغندي ټوټې د هستوګنې پر یوه ودانۍ لګېدلي او زیانمنه کړې یې ده.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپل ټیلګرام چینل د چاودنو پېښې تایید کړي او له خلکو یې غوښتي چې ژر تر ژره خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

په کییف کې خلکو ته ویل شوي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته لاړ شي.
په کییف کې خلکو ته ویل شوي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته لاړ شي.

د کییف په چاودنو کې تراوسه د سر د زیان یادونه نه ده شوې، خو تر دې چاودنو څو ساعته مخکې روسیې د اوکراین پر جنوبي ښار میکلایف د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۱۱ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د میکلایف په سیمه کې د روسیې د بریدونو هدف د اوکراین د انرژۍ تاسیسات او هستوګنیز ځایونه وو.

د تازه بریدونو له کبله په کییف او د اوکراین په یو شمېر نورو سیمو کې د خلکو برښنا هم پرچاو شوې ده.

د میکلایف ښاروال اولکساندر سینکېویچ پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي، توغندیو دغلته د هستوګنې څو کورونه هم زیانمن کړي دی.

روسیې د اوکراین پر تازه بریدونو تبصره نه ده کړې، خو د دفاع وزارت یې ویلي چې د روسیې پر روستوف سیمه کې یې د اوکراین ۱۱ بې پيلوټه الوتکې کشف او شنډې کړي دي.

روسیه په مسکو کې د وروستۍ خونړۍ حملې پړه هم پر اوکراین اچوي، خو اوکراین هغه برید کې چې مسوولیت یې داعش ومانه، لاس لرل رد کړي دي.

د مسکو پر یوه سالون د ترهګریز برید په ترڅ کې ۱۳۷ کسان ووژل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG