د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

په افغانستان کې د نشه‌يي موادو له امله پيدا شويو رواني ګډوډیو اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په کندهار کې راټول شوي اپین
ارشیف: په کندهار کې راټول شوي اپین

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د نشه يي موادو له امله پيدا شوي رواني ګډوډۍ د اندېښنې وړ بولي او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د دې ستونزو د کموالي لپاره له روغتيايي ادارو سره مرستې وکړي.

نړیوال روغتيايي سازمان وايي، نیمايي افغانان د رواني ستونزو له امله کړېږي او ډېری یې هغه خلک دي چې د نشه يي موادو د استعمال له امله یې روان او ذهن زیانمن شوی دی.

د دې ټولو ناروغانو د پاملرنې او درملنې لپاره په افغانستان کې یوازې شل روغتيايي مرکزونه او ۳۲ روغتيايي ټيمونه فعالیت کوي.

په دې اړه متخصص ډاکتران وايي، په معتادینو کې د رواني ګډوډيو د ډېروالي لوی علت دا دی چې هغوی د کیمیاوي موادو نشه کوي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر محمد ګل صمیم وايي، په افغانستان کې ډېری معتادین تر اندازې ډېره نشه کوي چې په طبي اصطلاح کې يې اوورډوز Overdose بولي او دې کار رواني ګډوډي ډېره کړې ده.

هغه وویل: "چرس تر تاریاکو او هيرويينو لږ د سایکوز یا لېونتوب سبب کېږي، هيرويين او ښیښه سړی ډېر ژر په لېونتوب اخته کوي او بله موضوع د نشه يي موادو له اندازې سره د معتاد اړیکه ده، کله چې د یو چا د نشه يي موادو اندازه لږ وي د لېونتوب اندازه يې هم لږ وي او که يې د نشه يي موادو اندازه ډېره وي د جنون فیصدي يې هم ورسره ډېرېږي."

اروپايي ټولنې په ویانا کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې د مسوولانو په غونډه کې د افغانستان د معتادینو د رواني ګډوډیو په اړه اندېښنه وښودله او له نړیوالې ټولنې، په تېره بیا روغتيايي سازمان او جاپان څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې په افغانستان کې له روغتيايي ادارو سره مرسته وکړي.

اروپايي ټولنې پروسږکال د عقرب په میاشت کې له افغانستان سره لس میلویونه یورو مرسته وکړه.

د دې مرستې هدف د هغو رواني ناروغانو لپاره د روغتيايي خدماتو وړاندې کول وه چې ناروغي يې له نشه يي موادو څخه پيدا شوې وي، خو د معتادینو د درملنې کارپوهان بیا په افغانستان کې د اعتیاد له امله پيدا شوې رواني ستونزه يوازې له درملو سره نه تړي، بلکې د معتادینو د درملنې په برخه کې د مسلکي اشخاصو کموالی هم لویه ستونزه بولي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر ارشاد منصور وايي چې په افغانستان کې د کارپوهانو او مسلکي اشخاصو کموالي د معتادینو د درملنې ميتود ته هم زیان اړولی دی.

هغه وویل: "هغه خلک چې پر روزنه یې ډېره پانګونه شوې او ډېر کار ورباندې شوی و هغوی خپلې وظيفې له لاسه ورکړي دي. اوس یو ناسم تصور دا دی چې د اعتیاد درملنه يوازې د ډاکټر د نسخې او درملو له لارې کېدای شي، خو دا تصور سم نه دی، یوازې د اعتیاد د درملنې په لومړي پړاو کې په ډاکتر، درملو او روغتيايي مسائلو پورې اړه لري، خو تر لومړي پړاو وروسته ډېر ټولنيز اړخونه لري، په هغه پړاو کې باید مشاورین موجود وي چې د هر معتاد ستونزې راوسپړي."

په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې په افغانستان کې د طالبانو له دوهمې واکمنۍ سره د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې ودرېدلې او ورسره سم د معتادینو د درملنې په برخه کې ډېر روزل شوي کسان له هم افغانستان څخه ووتل.

له بلې خوا د طالبانو حکومت هم د دې لپاره چې له نشه يي موادو څخه د معتادینو لاسونه لنډ کړي هغوی یې زندان ته واچول چې دا کار هم په معتادینو کې د رواني ګډوډۍ د ډېروالي لامل شوی دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG