د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیزونو دوام؛ حقاني بیا د پخواني شوروي پر وړاندې جهاد کې د ښځو ونډه وستایله


د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني وایي، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان په جهاد کې تر ټوله زیاته قرباني افغان ښځو ورکړې.

په داسې حال کې، چې د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو په نقض تورن دی، نن یې یو چارواکي د افغانستان په جهاد کې د ونډې ستاینه وکړه.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني نن د ثور د اتمې نېټې په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا د ۳۲مې کلیزې په مناسبت غونډه کې وویل، دی شاهد دی چې د شوروي پر وړاندې په جګړو کې تر ټولو زیاته قرباني افغان ښځو ورکړې ده.

هغه وايي: "د شورویانو په مقابل کې یوازې افغان مجاهدینو، علمای کرامو یا عوامو جهاد نه دی کړی، بلکې زه د یو شاهد په توګه تاسو ته وایم چې تر ټولو ړومبی زموږ خویندو او میندو مظاهرې کولې او د افغانستان د ازادۍ لپاره یې خپل ځانونه ټوټه ټوټه کړل او شهیدانې شوې او دا هم راته یاد دي چې په دې دواړو جهادنو کې تر ټوله زیاته قربانې ښځو او ماشومانو ورکړه."

خلیل‌الرحمن حقاني وایي، پخواني شوروي اتحاد په خپلو عملیاتو کې د ثور په ۷مه د بېلابېلو جنګي الوتکو په حملو کې تر ټولو مخکې او زیاتې ښځې او ماشومان ووژل.

دغه طالب چارواکي په داسې حال کې د هېواد په تاریخ کې د افغان ښځو د ونډې ستاینه وکړه چې د دوی د حکومت مشر په خپلو بېلابېلو فرمانونو کې افغان نجونې او ښځې د تعلیم، کار او ځینو نورو اساسي حقونو محرومې کړې دي.

د کابل پوهنتون مخکې د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخکې د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د طالبانو حکومت د ثور د اتمې نېټې په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا د ۳۲ کلیزې په مناسبت په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: "د ثور د ۷مې نېټې کمونیستي کودتا او توره ورځ غندي او ورپسې د ثور د ۸ تاریخ نمانځي او د هېواد د آزادۍ ورځ يې بولي."

دا خبرپانه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه خپره کړې ده.

بلخوا د تېر جمهوري نظامي ځینو پخوانیو چارواکو او جهادي شخصیتونو په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د ثور د اتمې په مناسبت لیکنې کړي دي.

د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "د ثور اتمه د هغه ملت حماسه ده چې د خپل هېواد د خپلواکۍ او دخپلو مقدساتو نه د دفاع په خاطر یې تش لاس او یبلې پښې، خو په لوړ همت او ارادې سره مبارزه وکړه او له څوارلس کاله ویاړلي جهاد ورسته یې خپل هېواد ازاد کړ."

خو د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د مجاهدینو تر منځ د قرت پر سر خپلمنځیو جګړو افغانستان یو داسې حال ته ورسول چې تراوسه یې ناوړې اغېزې محسوسې دي.

د سیاسي چارو پوه او د برلین پوهنتون استاد اسحق اتمر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې پنځو شپږو کلونو کې چې دوی (مجاهدین) په واک کې وه، غیر له دې چې خپلمنځۍ جګړې وکړي هېڅ ډول د پرمختیا، سوکالۍ او خلکو ته د امنیت راوستولو جوګه نه شول،په مجموع کې ډېره یوه ناکامه دوره وه."

د سیاسي چارو پوه او د برلین پوهنتون استاد اسحق اتمر
د سیاسي چارو پوه او د برلین پوهنتون استاد اسحق اتمر

د ۱۳۷۱ کال د غويي میاشتې له اتمې په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا له ورځې څخه ۳۲ کاله تېریږي.

په دې ورځ افغان مجاهدینو د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ په دغه هېواد کې د واکمنۍ یوه څوارلس کلنه دوره پای ته ورسوله او د ډاکتر نجیب‌الله د حکومت په ړنګولو یې خپله بریا اعلان کړه، خو ورسته د واک په سر په خپلمنځي جګړو کې ښکېل شول.

طالبان که څه هم په لومړي ځل د مجاهدینو د واکمنۍ په نسکورولو سره واک ته ورسېدل، خو دغه ورځ د افغانستان د خلکو د بریا، ازادۍ او نجات د ورځې په توګه یادوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG