د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د افغانستان د خبریالانو مرکز: پر رسنیو فشارونه او ګواښونه زیات شوي


ارشیف: له خبریالانو سره د طالب وسله والو د چلند یوانځور
ارشیف: له خبریالانو سره د طالب وسله والو د چلند یوانځور

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کب میاشتې په ۲٧مه، د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت په خپل کلني راپور کې وايي چې په ۱۴۰۲ کال کې پر رسنیو او خبریالانو فشارونه او ګواښونه زیات شوي او په شدت سره دوام لري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې پر رسنیو او خبریالانو د بندیزونو څلور حکمونه صادر شوي دي.

د هلمند ولایت په رسنیو کې د ښځو د غږ پر خپرولو، په کابل ولایت کې د "ناپېژانده اصطلاحاتو" پر کارولو، په کندهار ولایت کې په رسمي او غیررسمي پروګرامونو کې د عکاسي او فلم جوړولو او په خوست ولایت کې د رسنیو په خپرونو کې د ښځو او نجونو پر اړیکه نیولو بندیز، هغه محدودیتونه دي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې پر رسنیو لګول شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې رسنۍ او خبریالان د عمومي لارښوونو او دغه شان د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو د فرمانونو له امله محدودیتونو سره مخ دي او امر بالمعروف د رسنیو په فعالیتونو کې تر ټولو زیاتې لاسوهنې کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې مسوولې سمیې ولیزادې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونو په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل: "زموږ د ترلاسه شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۳۹ پېښې ثبت شوي چې په کې د ګواښونو۸۰ او د خبریالانو او د رسنیو د فعالینو د نیولو ۵۹ قضیې شاملې دي. که څه هم د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې په شمېرو کې د تېر کال په پرتله کموالی راغلی، خو ګواښونه او فشار راوړل زیات شوي دي."

دغه مرکز په خپل کلني راپور کې دا هم ویلي چې د رسنیو د خپرونو د بندولو ۸ قضيې او دغه شان د طالبانو له لوري د دوو سیمه‌ییزو راډیوګانو د مسوول مدیرانو د نیولو او محاکمې دوه قضیې یې ثبت کړي دي.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د افغان خبريالانو مرکز د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو تر دې وړاندې يې څو ځلې ادعا کړې چې د اسلامي شریعت چوکاټ کې د بيان ازادۍ او د رسنيو او خبريالانو فعاليتونو ته ژمن دي.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

په ورته وخت کې یو شمېر افغان خبریالان وايي، په تېر یوه کال کې د خبریالانو، په ځانګړي توګه د ښځينه خبریلانو رسنیز کار ستونزمن شوی او دوی حق نه لري چې په خبري کنفرانسونو کې برخه واخلي.

یوې ښځينه خبریالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "یو خبریال له ډېرو محدودیتونو سره مخ دی او د روحی او رواني او اقتصادي وضعیت له پلوه خورا بد وضعیت کې دی. ښځينه خبریالانې په خبري کنفرانسونو کې د ګډون حق نه لري."

یوه بله ښځينه خبریاله چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په افغانستان کې د خبریالانو د ستونزمن کار په اړه وايي: "زما د کار حوزه د ښځو اړوند ده. مېرمنې د پخوا په شان مرسته نه کوي. له نارینه‌وو څخه د مرکې اخیستل ډېر ستونزمن شوي، ښځې خو لا پرېږده. امر بالمعروف هغه ځایونو ته چې مېرمنې په کې کار کوي ویلي چې مرکه ونه کړي."

یوه خبریال چې څه موده وړاندې د طالبانو لخوا نیول شوی هم ازادي راډيو ته یې وویل: "خبریالان نه شي کولای په وخت سره معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، دوی ځانه سانسوروي او خپل د سترګو لیدل حال څرنګه چې دی نه شي بیانولای، ځکه داسې نه شي چې دوی ته کومه ستونزه رامنځته شي او یا هم ونیول شي."

ارشیف: د طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون ویانده د خبرونو وړاندې کولو پر مهال. طالبانو په رسنیو کې ښځینه خبریالانو او ویاندویانو ته ویلي چې له ماسک پرته خپلې چارې مخته دې نه وړي.
ارشیف: د طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون ویانده د خبرونو وړاندې کولو پر مهال. طالبانو په رسنیو کې ښځینه خبریالانو او ویاندویانو ته ویلي چې له ماسک پرته خپلې چارې مخته دې نه وړي.

د خبریالانو مرکز او دغه خبریالان په داسې حال کې د طالبانو حکومت له خوا د رسنیو او خبریالانو پر کار د محدودیتونو د زیاتوالي خبره کوي چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې خبریالان باید د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې کار وکړي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د معلوماتو له مخې، طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه دپاسه دوه نيمو کلونو کې پر خبريالانو او رسنيو ١٧ بندیزونه لګولي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG