د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

خبریالۍ سره مخه ښه؛ د طالبانو له بنده د خبریالانو د خوشې کېدو بیه


د پلچرخي زندان په یوه دهلیز کې یو طالب ساتونکی - تصویر له ارشیفه
د پلچرخي زندان په یوه دهلیز کې یو طالب ساتونکی - تصویر له ارشیفه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خبريالانو د نيولو په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي، يو شمېر هغه خبريالان چې پخوا د طالبانو حکومت له خوا نيول شوي او وروسته خوشې شوي، وايي، تر خوشې کېدو وروسته د خبريالانو په توګه، خپلو کارونو ته دوام نه شي ورکولى او خپلې دندې یې پرېښي دي.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د حکومت له بنده د ضمانت په ورکولو سره خوشې شوي دي.

یو افغان خبریال چې له افغانستانه بهر له یوې رسنۍ سره د همکارۍ په تور د طالبانو حکومت له خوا نیول شوی وايي، له دې څخه ژمنه اخیستل شوې چې له داسې رسنیو سره همکاري ونه کړي.

هغه د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

" ستونزه دا وه چې باید له هغه رسنیو سره چې په بهر کې د افغانستان په اړه فعالیت لري کار ونه شي او محدودیتونه دا و چې مونږ نه شو کولای له هغوی سره کار وکړو کله چې مونږ يې خوشې کړو له زموږ څخه يې تضمین واخیست له بده مرغه تر اوسه بې کاره او په کور کې يم."

یو بل افغان خبریال چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې له توقیف څخه تر خوشې کېدو وروسته ورته ګواښونه شوي چې له همدې امله یې خپله دنده پرېښوده او څو ځله یې د اوسېدو ځای بدل کړ.

دغه خبریال زیاتوي:

" موږ ته يې اخطارونه راکول او په څپیړو يې وهلو، مونږ ناست و ، زموږ لاسونه يې تړلي و، ټول وسايل يې رانه واخیستل، د کمرې له حافظې څخه يې ټول مواد پاک کړل. څو ورځې وروسته څو طالبان زمونږ کور ته راغلل او ویې ویل چې تاسو خبریالان ښه کار نه کوئ او دا راز نورې خبرې، کله چې مونږ وویل چې مونږ زده کړې کړي او په تلویزیون کې کار کوو باید د ټولنې حقایق بیان کړو نو ويې ويل په حقایقو پسې مه ګرځه خپلې مېرمنې ، زوی او لور پسې دې وګرځه چې درنه ورک نه شي."

کابل کې د رسنیو د استازو یوه غونډه - تصویر له ارشیفه
کابل کې د رسنیو د استازو یوه غونډه - تصویر له ارشیفه

د دې خبریالانو د ادعاوو په اړه مو د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو د دې راپور تر خپریدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (سي پي جې) وايي، د جاپان د کیوډو خبري اژانس د خبریال احسان اکبري نیول او په کابل کې د هغه پر دفتر چاپې اچول په افغانستان کې د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست لخوا د رسنیو د سیستماتیک ځپلو ښکارندویي کوي.

سي پي جې د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د دې کمیټې د اسیايي پروګرامونو د همغږي کوونکې، به لیه یې له قوله لیکلي، چې طالب چارواکي باید سمدستي او پرته له کوم شرطه د کیوډو نیوز خبریال احسان اکبري خوشې کړي او د افغان خبریالانو د توقیف لړۍ ودروي.

هغې ټینګار وکړ چې طالبان باید پر خپلې هغې ژمنې عمل وکړي چې خبریالانو ته په ازاده توګه د راپور ورکولو اجازه ورکوي.

تر دې مخکې د رسنیو یو شمیر ملاتړو بنسټونو د احسان اکبري د کورنۍ د غړو په حواله خبر ورکړی و چې نوموړی د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۷ مه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ته له احضارولو وروسته نیول شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې د احسان اکبري نیول او د هغه د کار د وسایلو ضبطول تایید کړي او ویلي یې دي چې نوموړی د طالبانو ضد ډلو ته د معلوماتو د ورکولو په تور نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت، په یو لږ شمېر مواردو کې د خبریالانو نیول د دوی د کار په تړاو تأیید کړي او تل دا ادعا کوي چې د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیتونو ته ژمن دی.

خو د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (سي پي جې) ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو وروسته، د طالبانو له خوا د رسنیو ځپل زیات شوي او تېر کال یو شمېر افغان خبریالان، په بهر کې فعالو رسنیو ته د راپور ورکولو په تور نیول شوي دي.

د يادونې ده چې تېره اونۍ د ګردش اطلاعات خبري اژانس خبريالان، جواد رسولي او عبدالحق حميدي د مرغومي په ٢٨مه د طالبانو حکومت له خوا نيول شوي وو او د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ضمانت له ورکولو وروسته خوشې شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG