د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

" ۲۰۲۳ په افغانستان کې د خبریالانو د شکنجې، ډبولو او بندي کولو کال و"


تصویر له ارشیفه: یو طالب او افغان عکس اخیستونکی
تصویر له ارشیفه: یو طالب او افغان عکس اخیستونکی

د ۲۰۲۳ کال له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله په افغانستان کې دننه یو شمېر خبریالان وايي چې له ننګونو ډک کال يې تېر کړ.

يو شمېر خبریالان ادعا کوي چې د دوی د خبريالۍ د دندې پر مهال اطلاعاتو ته د لاس‌رسي له محدودیتونو، سانسور، ګواښونو، شکنجې، وهلو ټکولو او نیول کېدو سره مخ شوي دي.

کابل کې يو تن خبريال چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د اقتصادي ستونزو سره -سره، د خونديتوب او امنیتي ستونزو ترڅنګ په ۲۰۲۳ کال کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي له کمښت سره مخ و.

سرچینه زیاتوي:

"هغه څه چې سږکال زما په لاره کې خنډ و، اطلاعاتو ته د لاس‌رسي محدودیت و. طالبان یوازې یو محدود شمېر رسنیو ته چې د دوی په ګټه وي، معلومات ورکوي، یا هغه معلومات وړاندې کوي چې دوی تأييد کړي وي."

د کندهار ولایت یو خبریال چې نه‌یې غوښتل د ورته ستونزې له امله يې نوم په راپور کې ياد شي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ۲۰۲۳ کال کې د خپل ژورنالیستیکي کار د وضعیت په اړه وویل:

"اوس‌مهال هم رسنۍ او خبریالان مالوماتو ته لاس‌رسی نه‌لري، له فشار سره مخ دي. خبریالان بندیان کېږي، ستونزې ډېرې دي، په ټولیز ډول د رسنیو دا وضعیت نورمال نه‌دی."

په افغانستان کې یو بل خبریال وايي، خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې مالوماتو ته د لاس‌رسي او له دولتي چارواکو د مالومات غوښتنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وويل، په تېر کال کې يې د ښاري راپورونو د چمتو کولو پر مهال په ډېرو مواردو کې د طالبانو د امنيتي ځواکونو له مخالفت سره مخ شوی دی.

یاد شوی خبریال وایي:

"پوښتنې ډېرې کيږي، موږ حتی داسې خبرونه او راپورونه هم چمتو کړل چې له خپرېدو مخکې یې موږ ته ویل چې باید راپور خپور نه‌کړو، موږ د بیان ازادۍ له سختو ننګونو سره مخ یو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د رسنیو ښځینه کارکوونکې او خبریالان په خپل کاري بهیر کې له محدودیتونو سره مخ شوي، چې ځینو یې د ستونزو له امله خپلې دندې پرېښې دي.

د افغانستان په لوېدیځ کې یوه ښځینه خبریاله وايي، په تېر کال کې له محدودیتونو سره مخ وه او حتی د طالبانو د حکومتي چارواکو یې په مطبوعاتي کنفرانسونو کې يې د ګډون مخه نیول شوې ده.

هغې ازادي راډيو ته وويل:

"تېر کال د خبريالانو لپاره تر ټولو بد کال و. ما وليدل چې يو نارينه خبريال ته په خبري کنفرانس کې د ننوتو اجازه ورکول کېده او ښځينه خبريالې ته يې اجازه نه ورکوله. څو ځلې له خبري کنفرانسونو له‌دې امله ايستل شوې يم، شوم چې ښځه يم."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په تلویزونونو کې د افغان ښځینه ویاندویانو را څرګندیدل جبراً دا ډول شول
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په تلویزونونو کې د افغان ښځینه ویاندویانو را څرګندیدل جبراً دا ډول شول

هغې ادعا وکړه چې په روان کال کې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له‌خوا د رپوټونو د چمتو کولو او د هغې د خبريالۍ د کار له امله ترې پوښتنې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۸ پېښې ثبت کړي دي.

د يادې ادارې د عدالت غوښتنې کمېټې مسووله سميه ولي‌زاده وايي، په دغو قضيو کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي نشتوالى، د خبريالانو توقيف، ګواښونه، شکنجه او بندي کول شامل دي او په ٢٠١٣ کال کې د تاوتريخوالي ډولونو د تېر کال په پرتله توپير درلود.

ولي زاده زیاتوي:

"په همدې کال کې موږ د لسو خصوصي رسنیو او د دوو خصوصي رسنیو مسؤل مديرانو محاکمه درلوده، چې یو یې د دایکندي ولایت و، چې مدیر یې په یو کال بند محکوم شو او د ملي ټلوېزیون درې کارکوونکي محاکمه شول. چې دا په حقیقت کې د رسنیو له قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ښيي."

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د خپل حکومت تر کنټرول لاندې له ملي راډيو او ټلوېزيون سره په مرکه کې د دغه راپور موندنې رد کړې او ادعا يې کړې، چې دغه خبريالان د دندو له امله نه‌دي نيول شوي او پر رسنيو فشارونه هم نه‌شته.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په کلني راپور کې چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې طالبانو پر رسنیو محدودیتونه لګولي چې ځینې یې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې لګول شوي دي.

د رسنیو د منځ‌پانګې محدودول، د هلمند په رسنیو کې د ښځو د غږ په خپرولو بندیز او د طالبانو پر حکومت نيوکې نه‌کول د دغو بندیزونو برخې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې رسنۍ د ملي او اسلامي ارزښتونو ته په درناوي سره ازادي لري.

مجاهد د دوی تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، یو شمېر هغه رسنۍ چې د ده په وینا جدي سرغړونې یې کړي او د هغه په ادعا د ملي ګټو خلاف او د بهرنيو کړيو په خوښه کار کوي، خبرداری ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ښوونيزې، علمي او کلتوري ادارې (یونیسکو) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې دوه افغان خبریالان په افغانستان کې د ژورنالیستیکو دندو پر مهال وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د بې پولې خبریالانو ټولنې (RSF) په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د مطبوعاتو ازادي له‌منځه تللې، خبریالان په خپل‌سري توګه نیول شوي او رسنۍ له ګواښ او جبر سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG