د اوونۍ پېښو او بدلونونو ته له متفاوتې زاويي کتنه
د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ د باریکاب په سیمه کې طالب ځواکونو په لاریون کوونکو ډزې کړي چې له امله یې د عیني شاهدانو په وینا، د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ازادي راډیو له فیسبوک پاڼې سره ملګري او تر نورو مخکې د افغانستان او نړۍ له تازه مسایلو خبر او پر بېلابېلو موضوعاتو خپل نظرونه څرګند کړئ.
دا فلم چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغان سندرغاړو ژوند بیانوي، په فرانسه کې نندارې ته وړاندې شوی. جزیات یې په دې راپور کې لیدلی شئ:
برازیل کې څه باندې یو نیم میلیون کسانو د امریکا د مشهورې سندرغاړې مډونا په وړیا کنسرټ کې برخه واخیسته. نور حال په دې ویډیو کې لیدلی شئ:
د اونۍ پېښو او بدلونونو ته له متفاوتې زاویې کتنه
په غور ولایت کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي. د طالبانو ځایي چارواکو ویلي چې د دغو سېلابونو له امله لسګونه کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي دي. ویل شوي چې ډېری دا سېلابونه په مرغاب ولسوالۍ کې راوتي دي.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د چاپېریالي پروګرام د وروستي راپور په اساس په نړۍ کې د خوړو ضایع کېدل یوه ستونزه ده، په ځينو هېوادونو په ځانګړې توګه په کینیا کې یو شمېر بېوزله کسان د ډېر فقر له کبله په کثافت دانیو کې په خوړو پسې ګرځي.
په اعدام د ایران د اعتراضي رپ سندرغاړی توماج صالحي محکومېدو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي. له دې ډلې د المان د پارلمان یوه غړي د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې د ایران رژیم له خپلو وګړو وېره لري. اعتراضي سندرغاړی توماج صالحي په ایران کې د "فیالارض" د فساد په جرم په اعدام محکوم شوی دی.
په کندهار کې یوه سیمه مشهوره ده چې صنعتکاران په کې په لومړنیو امکاناتو تسبیح جوړوي. د تسبیح په جوړولو کې له باارزښته تیږو استفاده کېږي چې له نورو ولایتونو کندهار ته واردېږي. صنعتکاران وايي، له څه مودې راهیسې د تسبیح بازار کم رنګه شوی دی.
د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر دې موضوع خبرې کېږي چې په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې د مطبوعاتو وضعیت څه ډول دی او خبریالان له څه ډول ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ دي؟ ملالۍ بشیر دا خپرونه وړاندې کوي:
محمد اکبر اعظمي د کابل په جویشیر سیمه کې کتاب پلورنځی لري. هغه وايي، د ځوانانو لهخوا د ټیلفونونو د ډېرې استفادې له کبله د کتاب ویلو "مطالعې" فرهنګ پیکه شوی دی. اعظمي د ځوانانو د هڅونې په پار حاضر دی څو خپل یو شمېر کتابونه په وړیا توګه لوستونکو ته ورکړي.
نور راوښيه