د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

چاینا ډېلي: چین په افغانستان کې مثبت رول لوبولای شي


نړېوالو ورځپاڼو چین ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي د سفر په اړه مطالب خپاره کړي دي.

چاینا ډېلي:

ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني احمدزی په څو ورځو کې چین ته ولاړ شي.

د چین یوې خپرونې چاینا ډېلي [China Daily] د دې سفر په اړه د پاکستان او افغانستان د بهرنیو اړیکو د یو شمیر څيړونکو نظر اخیستی او په یوه تحلیلي مطلب کې وايي: دواړه لوري په دې موافق دي چې د چین حکومت په افغانستان کې مثبت رول لوبولای شي؛ ځکه د چین بهرنۍ پالیسي پر عدم مداخله او له هیوادو سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا تمرکز کوي.

خپرونه د څيړونکو په حواله لیکي چې د چین حکومت له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته؛ د سولې لپاره په هڅو کې مهمه برخه اخیستلاي شي؛ ځکه چین د افغانستان له دوو مهمو ګاونډيو، ایران او پاکستان سره ښه اړیکي لري.

د پاکستان د سنا د دفاعي کمیټې مشر مشاهد حسین خپرونې ته ویلي چې د چین د حکومت ځانګړتیا په دې کې ده چې د امریکا او روسیې په څیر له افغانستان سره د لانجې سابقه نه لري.

د پاکستان، ایران، ترکیې او مرکزي اسیا د هیوادونو پر خلاف، چين په وروستیو څو لسیزو کې په افغانستان کې له پوځي کړکیچونو او کورنۍ جګړې ځان لرې ساتلی دی.

خپرونه د مشاهد حسین په حواله لیکي چې د چین حکومت د غربي دولتونو په څیر مفلس نه دی او کولای شي چې په افغانستان کې د اړتیا وړ پانګونه وکړي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو طالبانو د فعالیت په اړه يه یوه مقاله کې لیکلي: "د پاکستاني طالبانو ډلې (تحریک طالبان پاکستان) څو ورځې وړاندې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې څخه خپل ملاتړ اعلا کړ."

خو د دې ډلې مشر ملا فضل الله، تر دې اعلان یوه ورځ وروسته د زیاتې توضیح لپاره؛ په لیکلي او ویډیويي پیغام کې چې غالباً د افغانستان طالبان یې هدف و؛ له دې ډلې سره د خپل یووالي امکان رد کړ.

ملا فضل الله د افغان طالبانو له مشر ملا عمره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

فارن پالیسي لیکي، د تحریک طالبان پاکستان ویاند شاهد الله شاهد ویلي وو؛ چې عراق ته به خپل وسله وال د جنګ لپاره استوي؛ خو ملا فضل الله وویل چې د ده ډله په پاکستان کې له کفري سیسټم سره جنګیږي او خپل وسله وال عراق، سوریې، یمن یا د نړۍ نورو برخو ته یوازې د ملا محمد عمر د امر پر اساس استولای شي.

فارن پالیسي لیکي، د دې دوو ویناوو په اړه بحثونه لا نه وو خلاص شوي چې شاهد الله شاهد اعلان وکړ چې دی او د هنګو، اورکزیو او خیبر پینځه قوماندانان د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې سره یو شوي دي.

فارن پالیسي په وینا، دا په یوه کال کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې تر ټولو تازه او شدیده ضربه وه.

د فارن پالیسي خپرونې لیکلي؛ پاکستاني طالبان په خپلو کې د رهبرۍ پر سر لانجه لري او د دې ډلې د مشر حکمت الله مسود تر وژل کیدو وروسته یې اختلاف زیات شوی دی.

د خپرونې په باور، د شاهدالله شاهد او ملا فضل الله وروستي ضد اونقیض بیانونه په تحریک طالبان پاکستان کې چې یو مهال تر ټولو خطرناکه ډله وه؛ د اختلاف او کمزورۍ څرګندونه کوي.

فارن پالیسي لیکي، دې اختلاف په داسې سیمه کې چې د تروریستانو او وسله والو ډلو د ځالې په توګه پيژندل کیږي؛ د پنډورې صندوق یا د جنجالونو او بدیو یوه بله درڅه پرانیستي ده.

فارن پالیسي په دې ارتباط، په افغانستان کې د پاکستان د پخواني سفیر رستم شاه مهمند نظر راخیستي چې وايي؛ د سوریې اوعراق د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله په سیمه کې د پښو ټینګولو امکان نه لري.

خو د سعد محمد خان په نوم یوه پخواني جنرال او د پاکستان د پوځي چارو څيړونکي فارن پالیسي ته ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو ډلو د هستې موجودیت؛ دې وسله والې ډلې ته دا زمینه برابرولاي شي چې په سوریه او عراق کې د بریالتیوب په صورت کې؛ خپله شبکه دې سیمې وغځوي.

XS
SM
MD
LG