د لندن کانفرانس د ژمنو په اړه د یوشمیر مدني بنسټونو اندیښنې
په افغانستان کې د ټولنیز عدالت د پلی کیدو لپاره د مدني خوځښت ټولنې غړي د لندن په کنفرانس کې د سرپرستو وزیرانو ګډون د هیواد په زیان ګني. د دې ټولنې غړي وایې د لندن په کنفرانس کې د سرپرستو وزیرانو ګډون به د دې سبب شي چې نړیواله ټولنه په راتلونکي کې د خپلو ژمنو په تطبیق کې له ستونزو سره مخ شي.