د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

سالارزی: فساد د افغان حکومت لپاره اصلاً د منلو وړ نه دی


د افغانستان د جمهور رییس ویاند نظیف الله سالارزی
د افغانستان د جمهور رییس ویاند نظیف الله سالارزی

نن سه شنبه د ډسمبر نهمه، له اداري فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي اداري فساد د نه منلو دی او له مفسده کسانو سره هرومرو قانوني چلند کیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي؛ هیڅ اداري فساد نه شي زغملی.

د جمهور رییس ویاند نظیف الله سالارزي ازادي راډیو ته وویل؛ افغان حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره قوي سیاسي اراده لري او د مفسدو کسانو په وړاندې مبارزه ورته له لومړیتوبونو څخه ده.

ښاغلي سالارزي له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې یعنې د ډسمبر د نهمې په مناسبت دا خبرې ازادي راډیو ته وکړې:

"د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره یوه قوي سیاسي اراده لري. فساد د افغان حکومت لپاره اصلاً د منلو وړ نه دی. هر څوک چې په فساد کې ښکیل وي؛ د قانون له مخې به یو ډېر جدي چلند ورسره وشي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار له اداري فساد سره مبارزه د خپلو کارونو لومړیتوب بللی او په دې هدف یې د اصلاحاتو د راوستو ډېرې ژمنې کړي دي.

جمهور رییس غني څو ورځې مخکې د بریټانیې د "چاټم هاوس" د نړیوالو چارو په انسټیټوټ کې په خپله وینا کې تر ټولو لویه ننګونه اداري فساد وباله:

"کله چې ادارې رامنځته شي، دا ډېره سخته ده چې په اصلاحاتو یې موافقه وشي. خو ادارې باید ځواب ګویه او فعاله وي؛ زه او ډاکټرعبدالله دواړه په داسې پروګرام کار مخته بیایو چې په کې د فساد پر وړاندې یوه زره هم زغم نه دی موجود."

نړیوالې ټولنې هم د افغان حکومت لومړیتوبونه د امنیت او سولې له تامین وروسته د قانون حاکمیت او د فساد مخنیوی بللی دی.
ان تر دې چې نړیوالو مرستندویه هیوادونو او بیلابیلو سازمانونو له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام یو شرط له اداري فساد سره مبارزه بللې ده.
اخوا د مدني ټولنې فعالان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د نوي افغان حکومت هڅې ستایي؛ خو په عملي کولو یې ټینګار کوي.

له اداري فساد سره د مبارزې د افغان شبکې اجرایي رییس خان زمان امرخیل په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"مخکې له موږ او تاسو سره دا ستونزه وه چې په حکومت کې سیاسي اراده نه وه موجوده. اوس موږ ګورو چې سیاسي اراده موجوده ده؛ نو حکومت ته په کار ده چې اوس د یوه ښه سیسټم او میکانیزم د جوړولو لپاره کار وشي."

د مدني ټولنو فعالان په اداراتو کې د مسلکي او له فساد نه د پاکو خلکو ګمارل هم د فساد د ختمولو یوه مهمه لار بولي.

عام خلک بیا په دې نظر دي چې د فساد د له منځه وړلو لپاره په کار ده چې په ټولو ادارو کې په مسوولینو ښه نظارت موجود وي او د ښه او بد فرق وشي.

د کابل دوه اوسیدونکي حیات الله اچکزی او امین الله په دې اړه داسې وايي:

"۱- له لوړو مقاماتو څخه تر څو چې تر یوې دقیقې برنامې او نظارت لاندې نه وي او ونه څارل شي. خامخا په هغې اداره کې فساد رامنځته کیږي.

۲- موږ عملي ګامونه باید واخلو. نه د کاغذ په مخ نه په تش ویلو. تر څو چې په دې وطن کې مجازات او مکافات عملي نه شي؛ د ښه او بد تفکیک نه وي موجود؛ هیڅ امکان نه لري چې اداري فساد له منځه لاړ شي."

دغه افغانان ټینګار کوي چې د تېر حکومت اکثره لوړپوړي کارکونکي باید په نوي حکومت کې په کار ونه ګمارل شي ځکه په تېر وخت کې افغانانو د اداري فساد له امله ډېر ستونزې تېرې کړي دي.

اخوا له اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي؛ په کومو ادارو کې چې د نغدو معاملو راکړه ورکړه موجوده وي او عایدات یې ډېر وي؛ اداري فساد موجود دی، خو دا اداره یې په وړاندې سخته مبارزه کوي.

د دې اداري رییس سیدحسین فخري په دې اړه داسې وویل:

"متاسفانه په ښاروالیو، ګمرکونو، بندرونو او داسې برخو کې دا خبره موجوده ده چې هلته له پیسو سره ډېر سرو کار لري. یا دولتي عواید هلته کاریږي، اجراات ورباندې کیږي؛ که په استثنايي مواردو کې په دې اړه اسناد او شواهد تر لاسه کړو؛ زموږ دریځ به جدي وي."

ښاغلی فخري وايي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ هغه څه دی چې کرار کرار اداري فساد له منځه وړلی شي.

ښاغلی فخري د پخواني حکومت د پنځو وزیرانو د اداري فساد د دوسیو تعقیب له اداري فساد سره د مبارزې ادارې او افغان حکومت یوه کامیابه هڅه بولي.

کارپوهان وايي، افغان چارواکي په داسې حال کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه خپل لومړیتوب بولي چې په تېر حکومت کې اداري فساد اوج ته رسیدلی و او اوسني حکومت ته یې د نورو ستونزو تر څنګ د اداري فساد موضوع هم په میراث ورپریښې.

دوی وايي، تر څو چې د نړیوالو ټولنو د مرستو او لګښتونو دقیقه څارنه ونه شي او لوړپوړي چارواکي په رښتیني توګه د خدمت ملا ونه تړي د اداري فساد د له منځه تلو خبره په ځای پاتې ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG