د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

بلېنکن: اوس یې وخت دی چې حماس د اوربند وړاندیز ومني


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په اسراییل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په اسراییل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند لپاره پر حماس فشار راوست او ویې ویل چې اوس یې وخت دی چې حماس د اوربند وړاندیز ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون چهارشنبې پر حماس فشار راوست چې له اسراییل سره د اوربند وروستی وړاندیز ومني او ټینګار یې وکړ چې اوس د یوه توافق وخت دی ترڅو یرغمل آزاد او په غزه کې روانه نژدې اووه میاشتنۍ جګړه ودرېږي.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې یوه اساسي موضوع چې ایا یو توافق به په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات هغسې چې حماس یې غوښتنه کوي، په بشپړه توګه پای ته ورسوي که‌نه، تراوسه مبهمه ده.

بلېنکن سیمې ته د خپل سفر په وروستي تمځای کې چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د هغه اووم سفر دی، پرون ټوله ورځ له اسراییلي چارواکو سره په لیدنو کتنو تېره کړه.

د بلېنکن هڅې پر دې متمرکزې دي چې د اسراییل او حماس ترمنځ چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، یوه موافقه ترلاسه شي، هغه هدف چې ترلاسه کېدل یې پیکه ښکاري.

په غزه کې د روانې جګړې وروسته د یوې سیمې انځور
په غزه کې د روانې جګړې وروسته د یوې سیمې انځور

متحده ایالات او نور منځګړي، مصر او قطر هیله‌من دي چې د غزې پر جنوبي ښار رفح چې شاوخوا ۱،۴ میلیونه فلسطینیانو د جګړو له کبله پناه په‌کې اخیستې، د اسراییل د پوځي عملیاتو د پیلېدو مخه ونیسي.

حماس د څو میاشتو خبرو اترو په جریان کې ویلي چې له خپله اړخه د ټولو یرغملو د خوشې کېدو په بدل کې باید په غزه کې جګړه د تل لپاره ودرېږي او ټول اسراییلي ځواکونه باید له سیمې ووځي.

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې د هغو افشا شویو جزیاتو له مخې چې یوه مصري چارواکي او د حماس یوه چارواکي هم تایید کړي، وړاندیز شوي توافق چې اوس د روانو خبرو په محور کې دی، دا احتمال زیات کړی دی.

خو مصري چارواکي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط چې نه یې غوښتل د روانو خبرو جزییات په ډاګه کړي، وویل، حماس هڅه کوي، هغه متن پیاوړی کړي چې له ټولې غزې تړانګې څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل یقیني کوي.

حماس ویلي چې د اسراییل وړاندیز ته به تر نن پنجشنبې پورې ځواب ورکړي.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو په عام محضر کې د حماس د له‌منځه وړلو د مخه د جګړې له درولو سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو

هغه دا دریځ د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره په خبرو کې هم ښکاره کړ او بیا یې ژمنه وکړه چې پر رفح به عملیات پیل کړي ځکه د نوموړي په وینا، دا په غزه کې د حماس وروستی پیاوړی مرکز دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون چهارشنبې وویل چې ده تراوسه د غزې پر جنوبي ښار رفح د اسراییل د پوځي عملیاتو پلان چې د ملکیانو ژوند خوندي کړي، نه‌دی لیدلی او یوځل بیا یې یادونه وکړه چې واشنګټن به د دغسې یوې حملې ملاتړ ونه‌کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG