د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: غزه کې د بشري مرستو لپاره اوربند ته نه په تمه کیږو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ریاض غونډه کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ریاض غونډه کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، اسراییل باید غزې تړانګې ته د بشري مرستو د زیاتېدو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ په ریاض کې وویل چې منځني ختیځ ته د خپل اوسني سفر په ترڅ کې به پر اسراییلي مشرانو لا زیات فشار راوړي.

په غزې تړانګه کې د جګړې له پیل را وروسته دا اووم ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته سفر کوي.

هغه په ریاض کې وویل چې د اسراییلي یرغمل شویو خلاصون او اوربند به په غزه کې د بشري ناورین د کمولو تر ټولو ښه لار وي.

که څه هم خبرې اترې دوام لري، خو حماس ډلې تر اوسه څو هغه وړاندیزونه رد کړي، چې د مصر، امریکا او قطر د استازو ترمنځ پرې خبرې شوي او اسراییل هم منلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوس مهمه خبره د غزې په تړانګه کې د وضعیت ښه کول دي.

غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه
غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې لخوا یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي.

انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل: " موږ به په غزه کې د ملکي وګړو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړو او د دې مسلې لپاره اوربند ته نه تم کېږو."

هغه زیاته کړه: "په تیرو څو اونیو کې، موږ د پام وړ پرمختګونه لیدلي چې پکې غزې تړانګې ته د نویو لارو پرانیستل او د لیږل شویو او ویشل شویو بشري مرستو په اندازه کې زیاتوالی شامل دي. همداراز امریکا متحده ایالتونو یو سمندري دهلیز هم جوړ کړی چې راتلونکو اوونیو کې پرانیستل کېږي. مګر دا کافي نه ده او موږ لا هم غزه او شاوخوا سیمو ته نورې مرستې باید ورسوو."

د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل وروسته لسګونه مرستندویان هم وژل شوي دي.

روانه میاشت د نړۍ د مرکزي پخلنځي د موسسې د مرستو په کاروان باندې د اسرائیلي ځواکونو وژونکي برید د مرستندویانو د ساتنې خطرونه او ستونزې په ګوته کړې.

د اسراییلو پوځ ویلي چې دا برید یوه تېروتنه وه او مسوولینو ته سزا ورکړل شوې.

د نړۍ د پخلنځي موسسې ویلي چې دوی له څلور اونیو وقفې وروسته د دوشنبې په ورځ په غزه کې خپل عملیات بیا پیل کړي.

غزه کې جګړې زرګونه فلسطینیان بې کوره کړي
غزه کې جګړې زرګونه فلسطینیان بې کوره کړي

د غزې په تړانګه کې روانه جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

اسراییل وايي، حماس لا هم شاوخوا ۱۰۰ تنه یرغمل ساتلي دي.

د فلسطین د شمېرو له مخې په غزې تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې تر ۳۴ زره ډېر کسان وژل شوي چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

د غزې تړانګه چې ۲.۳ میلیونه وګړي لري، ۸۰ سلنه اوسېدونکي یې بې کوره شوي، د سیمې د ښارونو لویې برخې ویجاړې شوي او د شمالي غزې اوسېدونکي له قحطۍ او لوږې سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG