د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

سعودي ته سفر؛ د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران د غزې ناورین د حل په هڅه ورغلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په سعودي کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په سعودي کې

د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران نن دوشنبه په ریاض کې دي او دوی دواړه له سعودي او نورو عرب چارواکو سره پر هغو سیاسي فشارونو بحث کوي چې هدف یې د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پېژني د جګړې کرارول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د منځني ختیځ د سفر په لومړۍ دمه کې نن دوشنبه سعودي عربستان ته ورسېد.

دا له کله چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پيل شوې، منځني ختیځ ته د بلینکن اووم سفر دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلینکن د خلیج هېوادونو د مشرانو د غونډې په پيل کې ویلي، غزه کې د بشري وضعیت د کابو کولو موثره لاره داسې اوربند دی چې د برمته شویو اسراییلي وګړو خلاصون ته زمینه برابره کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیژورني رویټرز سره په خبرو کې د غزې وضعیت یو ناورین بللی او ټینګار یې کړی چې اوربند ته جدي اړتیا ده.

ټاکل شوې چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په ریاض کې د نورو عربي هېوادونو له وزیرانو او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره هم وګوري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیژورني
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیژورني

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، خبرې مخته روانې دي، خو زیاته کړې ده چې دغو خبرو او بحثونو کې باید تل احتیاط وشي.

لویدیځ او عرب هېوادونه هڅه کوي چې په دې خبرو اترو او سیاسي فشارونو سره د غزې څه باندې شپږ میاشتنۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي او دواړه خواوې اوربند ته چمتو کړي.

حماس د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

له همغې نېټې د اسراییلي پوځیانو په ځوابي بریدونو کې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا چې د حماس تر واک لاندې دی، څه باندې ۳۴ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

غزه وروستیو جګړو په کنډوالو بدله کړې
غزه وروستیو جګړو په کنډوالو بدله کړې

د جګړې له کبله د غزې اوسیدونکي د خوراکي موادو، درملو او سون توکو له جدي کمښت سره مخامخ شوي او د غزې تړانګې ډېره برخه یې له خاورو سره یو کړې.

له میاشتو راهیسې د غزې د بیا رغونې او دا چې څه ډول مدیریت شي، خبرې روانې دي، خو تراوسه کومې ځانګړې پایلې ته نه دي رسیدلي.

متحده ایالتونه د اسراییل له دې خبرې سره موافق دي چې حماس ډله باید له منځه ولاړه شي او په غزه کې رول ونه لري، خو دوی نه غواړي چې اسراییل بیا دغه سیمه اشغال کړي.

عربي هېوادونه او امریکا له اسراییلو دغه راز غواړي چې د فلسطیني دولت پر سر یوې هوکړې ته ورسیږي، خو د اسراییل صدر اعظم له دې خبرې سره موافق نه دی.

XS
SM
MD
LG