د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

حماس له اسراییل سره د اوږدمهاله اوربند لپاره په مشروط ډول چمتووالی ښودلی


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په داسې حال کې چې په غزه کې د یوه اوربند لپاره د نړیوالو د اوږدې مودې هڅو تراوسه کومه نتیجه نه‌ده ورکړې، د حماس یوه جګپوړي چارواکي له اسراییل سره د یوه اوږدمهاله اوربند لپاره د خپلې ډلې د چمتووالي خبره کړې، خو ځینې شرطونه یې وړاندې کړي دي.

د حماس یو جګپوړی چارواکی وایي، دا ډله چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، چمتو ده چې له اسراییل سره یو پنځه کلن یا له هغه زیات اوربند وکړي، وسله پرځمکه کېږدي او پر یوه سیاسي ګوند بدله شي، خو په دې شرط چې که د ۱۹۶۷م کال مخکې پولو پر اساس یو خپلواکه فلسطیني دولت جوړ شي.

د خلیل الحیه په نوم دغه چارواکي دغه څرګندونې پرون چهارشنبې اسوشېټېډپرېس خبري آژانس ته داسې مهال کړي چې د حماس او اسراییل ترمنځ د یوه اوربند لپاره خبرې له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي.

الحیه د حماس هغه جګپوړی چارواکی دی چې د اوربند او د یرغملو د خلاصون لپاره خبرو کې یې د فلسطيني ډلې استازیتوب کړی او کله ناکله یې د پخلاینې او ځینې وختونه یې هم لانجمنې څرګندونې کړي دي.

داسې ښکاري چې دغه وړاندیز چې حماس ځان بې وسلې کوي، د دې ډلې له لوري چې په ښکاره یې د اسراییل د له منځه وړلو ژمنه کړې، د پام وړ امتیاز دی چې ورکوي یې.

خو ډېره لیرې برېښي چې اسراییل به چې پر خپل قلمرو یې د حماس د تېر کال د اکټوبر د اومې له برید وروسته په بشپړه توګه د دغې ډلې د ځپلو ژمنه کړې، پر دغه وړاندیز غور وکړي.

دغه برید د دې سبب شوی چې اسراییل په غزه کې د حماس پر وړاندې جګړه پیل کړي چې اوس یې له پیله څه باندې شپږنیمې میاشتې تېرېږي.

د اسراییل د صدراعظم بینامین نتنیاهو حکومت په هغو سیمو کې چې په منځني ختیځ کې د ۱۹۶۷م کال د جګړې په ترڅ کې یې اشغال کړي، د یوه فلسطیني دولت له جوړېدا سره مخالف دی.

د اسراییل د صدراعظم بینامین نتنیاهو
د اسراییل د صدراعظم بینامین نتنیاهو

الحیه په استانبول کې له اسوشېټېډپرېس آژانس سره په مرکه کې وویل، حماس غواړي چې د فلسطینیانو له ازادي بخښونکي سازمان سره چې مشري یې د حماس سیال د فتح غورځنګ کوي، یوځای شي چې په غزه کې او لوېدیځه غاړه کې چې د فلسطيني ادارې تر واک لاندې ده، ګډ حکومت جوړ کړي.

هغه وویل، حماس به په لوېدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د یوه بشپړ خپلواکه فلسطیني دولت جوړېدل او د نړیوالو پرېکړه لیکونو له مخې د ۱۹۶۷م کال مخکې پولو ته د فلسطیني کډوالو بېرته ستنېدل ومني.

د الحیه په خبره که دا کار وشي، حماس به ځان بې وسلې وکړې.

د راپورله مخې الحیه نه‌دي ویلي چې د دوو دولتونو له حل‌لاره د هغه په ښکاره ملاتړ به له اسراییل سره د فلسطینیانو کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي او که هغه به د اسراییل د له منځه وړلو لپاره د دې ډلې د ټاکلي هدف پر لور یو لنډ مهاله ګام وي.

اسراییل او پر لوېدیځې غاړې واکمنې فلسطیني ادارې چې د نړیوالو له لوري په رسمیت پېژندل شوی، سمدستي د دغه وړاندیز په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

حماس په ۲۰۰۷م کال کې یو کال وروسته له هغې چې په غزه کې یې پارلماني انتخابات وګټل، له فلسطیني ادارې ځان جلا او پر غزې ولکه ټینګه کړه.

د محمود عباس په مشرۍ فلسطیني اداره هیله‌منه ده چې د غزې ترڅنګ په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې چې د ۱۹۶۷م کال د منځني ختیځ له جګړې وروسته اسراییل اشغال کړي، یو خپلواکه دولت رامنځته کړي.

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنې د دوو دولتونو د حل‌لارې پراخ ملاتړ کړی، د اسراییل د صدراعظم په مشرۍ سخت دریځي حکومت ورسره سخت مخالفت څرګند کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG