د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

بایډن پر ایران نوي بندیزونه اعلان کړل او ګوټېرېش د منځني ختیځ وضعیت تیاره وباله


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر ایران د نویو بندیزونو د اعلان په ترڅ کې وویل چې دا بندیزونه په دې خاطر لګوي چې ایران پر اسراییل برید وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش پرون پنجشنبې د منځني ختیځ وضعیت تت او تیاره وباله، خبرداری یې ورکړ چې په غزه کې د جګړې او پر اسراییل د ایران د حملې پر سر زیاتېدونکی کړکېچ په سیمه کې پر یوې بشپړې پراخې جګړې بدلېدای شي.

ګوټېرېش د امنیت شورا په غونډه کې، چې د اردن او ایران په شمول د څو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون جوړه شوې وه، وویل: "منځنی ختیځ د بحران ژۍ ته رسېدلی. په وروستیو څو ورځو کې نه یوازې د الفاظو بلکې د عملي کړکېچ د زیاتېدا شاهدان وو."

ده پر دې تینګار وکړ چې یوه ناسمه محاسبه، یوه تېروتنه، د یوې نه تصور کېدونکې پېښې او ورانوونکې جګړې سبب کېدای شي، له ټولو خواوو وغوښتل چې تر وسه وسه له زغمه کار واخلي.

سرمنشي، هم د سوریې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله او هم پر اسراییل د ایران بریدونه وغندل، ویې ویل، د ډرون حمله د ترینګلتیاوو جدي زیاتوالی دی نو هغه وخت راغلی چې د غچ اخیستو دا خونړۍ لړۍ پای ته ورسول شي او دا یې وخت دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

له بلې خوا د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیان کې پر اسراییل د ایران د حملو په خاطر د تهران پر ضد د نویو بندیزونو د اعلانولو په ترڅ کې وویل، امریکا له خپلو متحدانو سره د اسراییل دفاع وکړه او اوس ایران د خپل دې کار په وړاندې ځواب ویونکی ګڼي او په همدې تړاو پر دغه هېواد نوي بندیزونه لګوي.

بایډن همداراز ویلي چې دا بندیزونه د سپاه پاسداران اړوند اورګانونه، د ایران دفاع وزارت او د دغه هیواد د توغندو او بې پېلوټه الوتکو پروګرامونه په نښه کوي ځکه چې دغو اورګانونو پر اسراییل د ایران حمله ممکنه کړه.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې د ایران د حملې په سبا یې د اوو ډلې له مشرانو سره خبرې وکړې او ټول ژمن دي چې په ګډه پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره اقدام وکړي.

د ولسمشر بایډن په بیان کې راغلي، د ده د حکومت په موده کې امریکا پر څه باندې ۶۰۰ کسانو او د حماس، حزب الله، حوثیانو او کتایب حزب الله په شمول د ایران پر نیابتي ډلو او ایران بندیزونه لګولي او د خزانې وزارت ته یې امر کړی چې د هغو بندیزونو اجرا ته دوام ورکړي چې د ایران پوځي صنایع په نښه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG