د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

د ایران برید ته غبرګونونه؛ سپینه ماڼۍ: د اسراییل په غچ اخیستونکو عملیاتو کې ګډون نه کوو


د سپینې ماڼۍ یوه څنډه - ارشیف
د سپینې ماڼۍ یوه څنډه - ارشیف

امریکایي چارواکو که څه هم پر اسراییل د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته ویلي چې هېواد یې له اسراییل سره مرستو ته ژمن دی، خو ولسمشر جوبایډن په حواله راغلي چې امریکا نه غواړي پر ایران د اسراییلو په هر ډول ځوابي بریدونو کې برخه واخلي.

دا خبره رویټرز او ځینو نورو امریکایي رسنیو راپور کړې. ولسمشر بایډن بیا په خپل بیان کې ویلي چې اسراییلو د ایران بې ساري بریدونه دفاع او مات کړل او په دې برخه کې یې خپله وړتیا وښوده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي یکشنبه له اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې هم تایید کړه چې متحده ایالات به له اسراییلو سره مرستې ته دوام ورکړي، خو له ایران سره جګړه نه غواړي.

کربي زیاته کړه: " لکه څنګه چې ولسمشر څو ځلې ویلي دي، موږ په سیمه کې د پراخې جګړې غوښتونکي نه یو. موږ له ایران سره د جګړې په لټه کې نه یو."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي

د اسراییل د جنګ کابینې د راپورونو له مخې یکشنبه ناسته درلوده او د دې کابینې یوه غړي بني ګانتز د زیاتو جزییاتو له ورکړې پرته ادعا کړې چې له ایرانه به تاوان اخلي.

بني ګانتز یکشنبه ناوخته په یوه پيغام کې چې رویټرز اژانس خپور کړی زیاته کړې:

" د ایران د ګواښ په وړاندې به موږ یو سیمه ییز ایتلاف جوړ کړو او له ایران څخه به په داسې شرایطو کې تاوان اخلو چې وخت او بڼه یې زموږ لپاره مناسبه وي. تر ټولو مهمه دا چې د دښمنانو د هغو هیلو په مقابل کې چې غواړي موږ ته زیان ورسوي موږ به سره لا متحد او غښتلي شو."

د اسراییل دفاع وزارت ویلي چې ایران له ۲۰۰ د زیاتو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو، چې پکې څه باندې ۱۰ کروز میزایلونه هم شامل ول، حمله کړې وه.

دوی ویلي چې د ایران ۹۹ فیصده دا بریدونه یې د اسراییل له فضا بهر شنډ کړي.

اسراییلي چارواکو بیا دا منلې چې یوې پوځي اډې ته په یوه برید کې لږ څه زیان رسېدلی او یوه اوه کلنه ماشومه یوه بله سیمه کې سخته ټپي شوې.

ایراني چارواکو بیا ویلي چې پر اسراییل د دوی بریدونه پای ته رسېدلي خو که دا هېواد پر ایران د برید په لټه کې وي د دوی په ادعا لا کلک ځواب به ورکړي.

د ایران د پوځ د لوی درستیز جنرال محمد باقري د خبرو یوه برخه اسوشیتید پرېس اژانس خپره کړې:

"زموږ له نظره دا عملیات پای ته رسېدلي او نور داسې نیت نشته چې عملیات دوام پیدا کړي. خو که (صهیونیستي) رژیم د اسلامي جمهوریت په وړاندې هر ډول اقدام وکړي، زموږ پر خپله خاوره یا په سوریه یا بل هر ځای کې موږ پورې تړلیو ځایونو کې، زموږ راتلونکي عملیات به ډېر پراخ وي."

د ایران لخوا پر اسراییل د یوه توغندي د توغولو شېبې
د ایران لخوا پر اسراییل د یوه توغندي د توغولو شېبې

پر اسراییلو د ایران بریدونه چې ایراني چارواکو بریالي بللي ګڼ نړیوال غبرګونونه پارولي. د امریکا تر څنګ ګڼو لویدیځو قدرتونو له هغې ډلې بریټانیا، فرانسې او جرمني پر اسراییل د ایران بریدونه په کلکه غندلي.

په سیمه کې بیا یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې ترکیې هیله ښوولې چې په سیمه کې د کړکېچ لمن لا پسې پراخه نه شي.

په افغانستان کې بیا واکمنو طالبانو د ایران بریدونه مشروع دفاع بللې او ملاتړ یې ترې کړی دی. د افغانستان پخواني جمهوري نظام پر مهال د مصالحې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په یوه بیانیه کې د ایران بریدونه یو دفاعي اقدام او د اسراییلو د بریدونو په وړاندې عکس العمل بللی. ډاکتر عبدالله ویلي چې د داسې کړکېچونو د سوله ییز حل غوښتونکی دی ځکه د ده په باور د ایران په وړاندې د اسراییل هر ډول اقدام به سیمه اغېزمنوي او د افغانستان پر وضعیت به هم مستقیم تاثیر ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG