د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

امریکا او فرانسه له اسراییل سره د ایران د بریدونو په مخنیوي کې مرسته کړې


پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه
پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه

د ایران اسلامي جمهوریت په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د هوايي برید په ځواب کې تېره شپه د اسراییل په لور د توغندو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

اسراییل وايي چې د دې بریدونو په ترڅ کې له ایران، عراق او یمن څخه د دغه هیواد لور ته تر ۳۰۰ ډېرې بې پېلوټه الوتکې او توغندي وتوغول شول چې تر ۲۰۰ ډېر توغندي یې بالستیک او کروز وو چې د ایران له خاورې ور وویشتل شول.

له دې بریدونو وروسته چې د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو له لوري وشول، اسراییل وویل چې پوځ یې له خپلو متحدانو سره یوځای د ایران له لوري د ۹۹ سلنه ویشتل شويو توغنديو او بې پېلوټه الوتکو مخه نیولې او په هوا کې یې ویجاړ کړي دي.

اسراییلي چارواکو ویلي چې د ایران د تېرې شپې د حملو په نتیجه کې د دغه هېواد یوه پوځي مرکز ته معمولي زیان اوښتی او یوه اووه کلنه ماشومه سخته ټپي شوې ده.

د روان حمل په ۱۳ مه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له وخته چې د قدس ځواک د قوماندان محمدرضا زاهدي په شمول د سپاه پاسداران ۷ جګپوړي افسران پکې ووژل شول. د ایران له لوري پر اسراییل د غچ اخیستونکي برید احتمال ورکول کېده.

د ایران د حملې د احتمال له زیاتېدو سره اردون د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې خپل هوايي حریم او قلمرو موقتاً د ټولو الوتنو پرمخ بندوي، عراق هم پرون سهار خپل هوايي حریم ټولو الوتنو ته منع اعلان کړ.

نن (یکشنبې) سهار وختي د سوریې په پوله کې د جولان د لوړو، د لوېدیځې غاړې په الخلیل، بحرالمیت او بیرشبع کې د چاودنو راپورونه ورکړل شول.

له دې سره هممهاله، په اسمان کې د اسراییل د هواضد توغندو او توغندي ضد سیستمونو وړانګو اسمان روښانه کړ.

د امریکا او فرانسې بیرغونه - ارشیف
د امریکا او فرانسې بیرغونه - ارشیف

امریکا او فرانسې د ایران د بریدونو په وړاندې د اسراییل په دفاع کې مرسته وکړه.

د اسراییل د پوځ ویندوی دانیل هګاري نن وویل، فرانسه یو له هغو هېوادونو څخه و چې د ایران د تېرې شپې د حملو په مخنیوي کې یې له اسراییلو سره مرسته وکړه.

د ده په وینا، فرانسه ډېره ښه ټکنالوژي، جېټونه او رادارونه لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک هم په یوه پیغام کې اسراییل محکوم کړ، ویې ویل چې په کلکه د اسراییل ترڅنګ دریږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا وویل چې د ده په امر او د اسراییل د دفاع لپاره د امریکا پوځ تېره اوونۍ سیمې ته الوتکې، د بالستیک توغندیو دفاعي سیستم او جنګي بیړۍ ولېږلې.

د دغو ځواکونو او تجهیزاتو په وسیله او د امریکايي ځواکونو د فوق العاده مهارت له کبله د اسراییل په لور ټول ویشتل شوي توغندي او ډرونونه شنډ شول.

جو بایډن دا هم وویل چې د ایران یرغل ته د ګډ دیپلوماتیک ځواب په اړه د همغږۍ لپاره نن (یکشنبې) د اووه ډلې له مشرانو سره غونډه کوي.

همداراز ټاکل شوې ده چې د نیویارک په وخت نن مازیګر د اسراییل په غوښتنه پر دغه هېواد د ایران د حملو د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه جوړه شي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري نن اعلان وکړ چې د ایران له لوري پر اسراییل د بې پېلوټه الوتکو او توغندو بریدونه د ایران له نظره پای ته رسېدلي او ایران د نورو حملو نیت نه لري.

ده ادعا کړې چې په دې بریدونو کې د اسراییلو نواتیم هوايي اډه او د اسراییل په شمال کې یوه اډه په نښه شوي چې دواړه د پام وړ ویجاړې شوي او له کاره لوېدلې دي.

XS
SM
MD
LG