د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

پر اسراییل د ایران برید؛ بایډن بېړنۍ غونډه او ګوتریش د بحران د ژر پای ته رسېدو غوښتنه وکړه


د اسراییل میزایل ضد سیستم د ایران د بریدونو پر وړاندې فعال شوی او بریدونه یې شنډ کړي
د اسراییل میزایل ضد سیستم د ایران د بریدونو پر وړاندې فعال شوی او بریدونه یې شنډ کړي

ایران وايي، په اسراییل یې د لسګونو ډرون الوتکو په وسیله برید کړی.

د ایران سپاه‌پاسدران ډلې په یوه اعلامیه کې لیکلي، په دې بریدونو کې یې لسګونه اهداف په نښه کړي دي؛ خو دا چې دا اهداف دقیقا کوم دي په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا برید په دمشق کې پر خپلې قونسلګرۍ د برید غچ اخیستنه بللې.

د اسراییل د دفاع وزارت د ایران برید تایید کړی دی.

د دې وزارت ویاند ډانیل هګري په یوه وینا کې چې بېلابېلو ټلویزیونونو خپره کړې په خپلو خلکو د ارامۍ غږ کړی او ډاډ یې ورکړی چې دوی خوندي دي. هغه له خپلو خلکو غوښتي چې د دوی لارښوونو ته پام وکړي.

د اسراییل د دفاع وزارت ویاند دا هم ویلي چې ډېر توغندي د دوی پولو ته له رسېدو وړاندې د دفاعي سیسټم په وسیله له‌منځه وړل شوي او په سیمه کې د دوی جنګي الوتکي په هغو اهدافو پسې پورته شوي چې توغندي ترې را توغول شوي دي.

له دې بریدونو وروسته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ملي امنیت بېړنۍ غونډه را غوښتې او دفتر یې له دې غونډې د یو تصویر په خپرولو په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:"صدراعظم نتنیاهو په تل‌ابیب کې د جنګ کابینې د غونډې په حال کې دی. "

جوبایډن سپینه ماڼۍ کې د ایران د دغه برید په اړه بېړنۍ غونډه کړې
جوبایډن سپینه ماڼۍ کې د ایران د دغه برید په اړه بېړنۍ غونډه کړې

د امریکا جمهور رییس جوبایډن هم نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه په اسراییل د ایران له برید وروسته د ملي امنیت له ټیم سره بېړنۍ غونډه کړې.

ښاغلي بایډن هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د ملي امنیت له ټیم یې پر اسراییل د ایران د برید په اړه تازه معلومات تر لاسه کړي دي.

هغه زیاته کړې:" د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو د ګواښونو په مقابل کې له اسراییل د دوی ژمنتیا قوي ده. "

ملګرو ملتونو په اسراییل د ایران حمله په کلکه غندلې .

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوتریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوتریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوتریش په یوه اعلامیه کې هر څه ژر د دې کړکېچ د پای غوښتنه کړې.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړې:"زه د سیمې په کچه د ویجاړونکي زیاتوالي د رښتیني خطر په اړه ژور اندېښمن یم. "

د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو خواوو غوښتي چې د هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې په منځني ختیځ کې دلوی نظامي ټکر لامل کېدای شي.

انتونیوګوتریش ویلي، نه سیمه او نه نړۍ د بلې جګړې توان لري.

جرمني، بریټانیې او یو شمېر نورو هېوادونو هم د ایران د حملې په اړه غبرګون ښودلی او په سیمه کې یې د کړکېچ په زیاتېدو اندېښمن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG