د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

په هرمز تنګي کې پر یوې بېړۍ برید شوی


د هرمز تنګي یوه څنډه
د هرمز تنګي یوه څنډه

د اسوشېټېډپرېس اژانس په ترلاسه کړې ویډیو کې ښکارې چې نن په هیلیکوپټر کې کومانډو ځواکونه په هرمز تنګي کې پر یوې بېړۍ برید کوي.

دا ویډیو دفاعي چارواکو چې د استخباراتي چارو له امله یې د نومونو له ښودلو ډډه کوله له اسوشېټېډپرېس اژانس سره شریکه کړې ده.

په دې ویډیو کې ښکارې چې کومانډو ځواکونه د بېړۍ د کانټینرونو خوا ته ښکته کېږي.

د کښتۍ د عملې یو غړی وایي: "مه راوځئ."

دی بیا خپلو همکارانو ته وایي چې "د کښتۍ بل لورې ته ولاړ شئ."

اسوشېټېډپرېس اژانس څرګندوي چې سمدستي د ویډیو کره‌والی نه شي تاییدولی. پر دې کښتۍ احتمالاً د پرتګال بیرغ لیدل شوی دی.

تر دې راپور وروسته ایراني رسنیو وویل چې د دوی ځواکونو نن په خلیج کې د دوی په وینا د صهیونیستي رژیم یوه کانټینر کښتۍ نیولې ده.

د ایرنا دولتي اژانس د راپور له مخې د "ایم سي ایس-اریس" په نوم باربري بېړۍ د سپاه ځانګړیو سمندري ځواکونو ګرځولې ده.

فرانس‌پرېس اژانس راپور ورکړی چې دا کښتۍ ایران د خپلو اوبو خواته بیولې ده.

د اسراییل پوځ ویلي چې ایران به د وضعیت د لاخرابېدو پایلې وویني.

د راپورونو له مخې دا بېړۍ د متحده عربي اماراتو او ایران ترمنځ په اوبو کې څو ورځې وروسته تر دې نیول شوې چې ایران خبرداری ورکړی و چې د اوبو دا لاره به د بېړیو پرمخ وتړي.

رویټرز اژانس د امریکا د متحد ایالتونو د دفاعي چارو د یوه مسوول په وینا خبر ورکړ چې دا مسئله څاري.

واشنګټن ایران ته خبرداری ورکړی چې پر اسراییل حمله ونه کړي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ وویل، داسې اټکل کوي چې ایران به ژر پر اسراییل برید وکړي، خو ده تهران ته خبرداری ورکړ چې دا کار ونه کړي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن

وروسته تر دې چې د اپرېل په لومړۍ نېټه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د هوا له لورې برید وشو د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د اوو غړو په ګډون دولس تنه ووژل شول، په دوی کې دوه د سپاه جنرالان وو، تر دې وروسته تهران بیا بیا دا خبره کړې ده چې خپل غچ به واخلي.

د راپورونو له مخې اسراییل پرون د ایران یا د ایران د ملاتړیو وسله‌والو له لورې پر اسراییل د احتمالي برید لپاره چمتوالی نیولی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG