د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

ایراني چارواکو په دمشق کې د دوی پر قونسلګرۍ د حملې پر وړاندې سخت غبرګون وښود


په دمشق کې د ایران د ویشتل شوې قونسلګرۍ یو انځور
په دمشق کې د ایران د ویشتل شوې قونسلګرۍ یو انځور

ایراني چارواکو د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د حملې پر وړاندې نن سخت غبرګون وښود.

په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ په برید کې د سپاه پاسداران د یوشمېر جګپوړو افسرانو له وژل کېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویس شارژدافیر چې سفارت یې د امریکا د ګټو ساتنه کوي احضار کړ.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن سهار پر ایکس شبکې د دې خبر د ورکولو ترڅنګ لیکلي چې د اسراییل د صهیونیستي رژیم د ملګري په توګه یې د امریکا دولت ته یو مهم پیغام ولېږه.

عبداللهیان وویل، د سویس شارژدافیر ته یې د احضار پرمهال وویل چې امریکا باید ځواب ووايي.

ایراني چارواکي وايي چې دا برید د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو له اصولو څخه سرغړونه ده او په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د دې پېښې په اړه د بحث لپاره د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ په پروني برید کې چې ویل کېږي اسراییلو ترسره کړی، د سپاه پاسداران انقلاب ځواک یو قوماندان محمدرضا زاهدي، د هغه مرستیال او پنځه نور افسران وژل شوي.

په برید کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ هم نړیدلې ده.

د آزادۍ راډیو فردا څانګې په یوه راپور کې د سرچینو له قوله لیکلي چې وايي زاهدي د سپاه پاسداران د هوايي ځواک پخوانی قوماندان او د قدس ځواک له مهمو غړو څخه و، چې په سوریه او لبنان کې یې د دې ځواکونو مشري کوله.

په عین حال کې ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار په یوه بیان کې د ایران پر قونسلګرۍ برید ړوند ترور وباله او ویې ویل چې د اسراییل دا برید به یې بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

اسراییل چې پر ایراني اهدافو د بریدونه په اړه په اسانه تبصره نه کوي، د دې پیښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په همدې حال کې د اکسیوس په نوم ویبسایټ د یو امریکايي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې وايي، متحدوایالتونو تهران ته ویلي چې د اسراییلو په دې حمله کې لاس نه لري او په اړه یې په هېڅ نه و خبر.

د اکسیوس په لیکنه د ولسمشر جوبایډن دولت اندېښنه لري چې د اسراییل برید به په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو او پر امریکايي ځواکونو د ایران د پلوي ډلو د نورو حملو باعث شي.

له بلې خوا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اسراییلي چارواکو او د سپاه پاسداران د یوه غړي له قوله لیکلي دي چې وايي، په هغه ودانۍ کې اسراییلو په نښه کړه، په غزه کې د جګړې په اړه د ایران د استخباراتي چارواکي او فلسطیني وسله والو غونډه جوړېدونکې وه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د اسلامي جهاد د فلسطینۍ ډلې او د غزې د نورو وسله والو ډلو غړي چې ایران یې ملاتړ کوي په دې ودانۍ کې راټول شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG