د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ برید ته د ایراني چارواکو غبرګون؛ غچ یې اخلو


د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي پرون سې شنبې وویل چې اسراییل به په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ پر ودانۍ په کړي برید پښېمانه شي.

په دغه برید کې چې د دوشنبې په ورځ وشو، د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو جنرال محمد رضا ذاهدي او ۶ تنه نور چې ګومان کیږي د دې ځواک غړي و، ووژل شول.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، اسراییل که څه هم له کله چې له حماس ډلې سره جګړه پیل کړې، له ایران سره پرتړلو هدفونو د هوایي بریدونو لړۍ تېزه کړې، خو د وروستي برید په اړه یې نه دي ویلي چې هغه دوی کړی دی.

حماس چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او د اوکتوبرله میاشتې راهیسې له اسراییل سره په جګړه کې ښکېله ده، تهران یې کلک ملاتړی دی.

د دوشنبې د ورځې برید چې په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ اصلي ودانۍ ته نژدې پریوې ودانۍ وشو، اندېښنې زیاتې کړي چې ښایي له غزې د جګړې لمنه نورې سیمې ته وغځیږي.

د راپورله مخې، د اسراییل پوځي سرچینو ویلي چې د اسراییل توغندي د اشغال شوي جولان له لوړو توغول شوي و او یو شمېر یې د سوریې د هوایي مدافعې ځواکونو له خوا شنډ کړای شوي خو نور پرهدف لګیدلي دي.

ویل شوي چې په دغه برید کې په نښه شوې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او دننه ټول کسان یې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

خو ایران ویلي چې قونسلګرۍ ته پرنژدې ودانۍ د ایف ۳۵ جت الوتکو له خوا توغول شوي ۶ توغندي لګیدلي دي.

اسراییل معمولاً د خپلې پالېسۍ له مخې د دغه برید په اړه تبصره نه ده کړې، خو رویترز خبري آژانس ته د اسراییل د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د خپل هویټ د پټ ساتلو په شرط ویلي چې هغوی چې په دغه برید کې په نښه شوي وو، پراسراییل او د امریکا پرګټو د ډیرو حملو ترشاه یې لاس درلود او غوښتل چې نورې حملې تنظیم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلرپه یوه خبري کنفرانس کې وویل چې واشنګټن د هر هغه څه په اړه چې تاوتریخوالی زیاتوالی یا په سیمه کې د جګړې لمنه پراخوالی شي، اندېښنه لري.

په دمشق کې تر برید لاندې راغلې ایراني ودانۍ
په دمشق کې تر برید لاندې راغلې ایراني ودانۍ

په دمشق کې د ایران سفیرحسین اکبري وویل چې دی او کورنۍ یې روغ دي، خو هغه ژمنه وکړه چې د ایران غبرګون به شدید وي.

د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان له خپل سوریایی ساري، فیصل مکداد سره په ټیلفوني خبرو کې وویل چې حکومت یې اسراییل د دې برید مسول بولي چې په خبره یې په دې کارسره یې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

تهران چې د سوریې د ولمسشر بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړی دی، په هغه هېواد کې یې پراخ پوځي حضورساتلی، خو اسراییل بیا ځینې وختونه د ایران د ګټو اړوندو ځایونو باندې بریدونه کړي چې په هغو کې عمدتاً د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قومندانان په نښه شوي دي.

له ایرانه بهر د دغه ځواک د قدس څانګه فعالیت کوي چې متحدو ایالتونو هغه یو ترویستي سازمان بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG