د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

په سوریه کې د وژل شویو اوو ایراني پوځیانو د جنازې مراسم ترسره شول


په ایران کې د وژل شویو اوو پوځیانو د جنازې مراسمو کې لاریون هم شوی چې لاریونوالو د وژل شویو افسرانو عکسونه یا یې هم ځینې شعارونه یې له ځانونو سره لېږدول چې ورباندې لیکلي وو: "مرګ پر اسراییل او مرګ پر امریکا."
په ایران کې د وژل شویو اوو پوځیانو د جنازې مراسمو کې لاریون هم شوی چې لاریونوالو د وژل شویو افسرانو عکسونه یا یې هم ځینې شعارونه یې له ځانونو سره لېږدول چې ورباندې لیکلي وو: "مرګ پر اسراییل او مرګ پر امریکا."

په ایران کې نن جمعه د هغو اوو پوځیانو د جنازې مراسم وو چې شک کېږي چې په سوریه کې د اسراییل په هوايي حمله کې وژل شوي وو.

په ایران کې نن جمعه د هغو اوو افسرانو د جنازې مراسم ترسره شول چې تېره دوشنبه په سوریه کې د ایران د سفارت پر انګړ په حمله کې وژل شوي وو.

ویل کېږي، دغه کسان د اسراییل په یوه بېسارې حمله کې ووژل شول او ایران یې د غچ اخیستلو ژمنه کړې ده.

که څه هم اسراییل په مستقیم ډول د دې حملې مسوولیت نه دی منلی، خو ځینو اسراییلي چارواکو ویلي، دغه وداني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د فعالیت مرکز و او دا یو مشروع هدف و.

په سوریه کې د ایران سفارت د تېرې دوشنبې په ورځ په نښه شوی و.
په سوریه کې د ایران سفارت د تېرې دوشنبې په ورځ په نښه شوی و.

د ایران دولتي تلوېزیون د هغو لاریونوالو تصاویر خپاره کړل چې د وژل شویو افسرانو عکسونه یا یې هم ځینې شعارونه یې له ځانونو سره لېږدول چې ورباندې لیکلي وو: "مرګ پر اسراییل او مرګ پر امریکا."

د جنازې دغه مراسم د قدس له ورځې سره برابره وه چې هر کال د ایران دولت په ملي سطحه د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسراییل په مخالفت په کې لاریونونه تنظیموي.

په دې ورځ هر کال د روژې په وروستۍ جمعه د هغو فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کېږي چې غواړي ختیځ بیت المقدس د دوی د اینده دولت پلازمېنه وي، دغه ساحې په ۱۹۶۷م کال د اسرائیل له خوا تر جګړې وروسته نیول شوې دي.

د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې په تهران کې په دغه لاریون کې د فلسطینیانو د افراطي ډلې اسلامي جهاد مشر زید النخاله هم برخه اخیستې وه.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر انګړ د دوشنبې ورځې د حملې په نتیجه کې د وژل شویو په ډله کې د ایران یو مخکښ پوځي، برید جنرال محمد رضا زاهدي هم شامل دی چې د ایران په سپاه پاسداران کې یو لوړ رتبه قوماندان و.

دا له تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې په سوریه کې یوه له خونړیو او وژونکو حملو ده چې ایراني چارواکي په کې وژل کېږي.

کله چې ایران د دې حملې د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ، دې موضوع د یوې پراخې جګړې احتمال زیات کړ.

د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا لیکلي، په داسې حال کې چې اسرائیل د متقابلو حملو د احتمال په وړاندې په چمتووالي بوخت دی، نن جمعه په ټوله نړۍ کې د اسراییل سفارتونه وتړل شول.

د اسراییل وسله‌والو ځواکونو تېره پنجشنبه د ټولو جنګي قطعاتو رخصتي وځنډوله او دا کار د تېرې چهارشنبې تر هغه اقدام وروسته وشو چې د هوايي مدافع قطعاتو لپاره یې نور پوځیان هم منسجم کړل.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبه وویل، که څوک اسراییل ته کوم زیان ورسوي یا یې د زیانمنولو پلان ولري، اسراییل به هم زیان ورواړوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG