د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

عراق او سوریه کې پر ایران پلوو ډلو د امریکا بریدونه او بېلابېل غبرګونونه


د بریدونو یو اړوند تصویر
د بریدونو یو اړوند تصویر

امریکایي چارواکي وایي، د دوی په باور په عراق او سوریه کې له ایران سره په اړوندو مرکزونو کې یې تېره شپه عملیات بریالي وو.

دغو چارواکو په ورته وخت کې خبرداری ورکړ چې ورته نورې حملې به هم ترسره کړي.

ایران، عراق او سوریې دا بریدونه په کلکه غندلې دي او اندېښنه یې څرګنده کړې ده چې په سیمه کې به شخړې ورسره پراخې شي.

بل لور ته د متحد ایالتونو متحدانو، برېتانیا او پولنډ د امریکا د دې بریدونو ملاتړ کړی دی او په خپرو کړیو بیانونو کې یې ویلي دي چې واشنګتن دا حق درلود چې پر امریکایي ځواکونو تر برید وروسته ځواب ووایي.

لندن او وارسا دا خبرداری هم ورکړی دی چې د ایران ملاتړي له اور سره لوبه کوي.

وروسته تر دې چې د جنوري په اته ویشتمه په اردن کې پر امریکایي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې برید وشو او درې امریکایي عسکر ووژل شول، د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن هغه وخت خبرداری ورکړ چې ډېر ژر به لاس په کار شي.

واشنګټن ایران ملامته کړ چې په سیمه کې ملېشه ډلو ټپلو ته وسلې ورکوي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه امریکا څلور ځایونه په سوریې کې او درې په عراق کې ویشتلي دي.

ولسمشر بایډن تر دې بریدونو لږ وروسته په یوه بیان کې وویل چې زموږ ځواب نن پيل شو او ادامه به پیدا کړي، خو د نورو بریدونو زمان او ځای به بیا انتخابوو.

ښاغلي بایډن زیاته کړه چې متحد ایالتونه په منځني ختیځ او نوره نړۍ کې شخړې نه غواړي خو هغو کسانو چې امریکایانو ته زیان اړولی ځواب ورکوو.

ناصر کنعاني: د امریکا دا بریدونه ستراتېژیکه تېروتنه ده او سیمه کې کړکېچ زیاتوي
ناصر کنعاني: د امریکا دا بریدونه ستراتېژیکه تېروتنه ده او سیمه کې کړکېچ زیاتوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل چې د امریکا د تېرې شپې برید په عراق او سوریه کې یو ماجراجویانه عمل دی.

د هغه په وینا، دا د امریکا د حکومت یوه بله ستراتېژیکه تېروتنه ده او پرته له دې چې په سیمه کې کړکېچ ورسره زیات شي بله نتیجه نه لري.

د عراق صدراعظم شیاع السوداني د عراق په خاوره باندې د امریکا برید د خپل هېواد پر حاکمیت تېری وباله.

د عراق د صدراعظم دفتر ویلي دي چې په دې بریدونو کې نظامیانو په ګډوڼ شپاړس ملکیان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي.

د السوداني دفتر دا خبره رد کړه چې واشنګتن د دې بریدونو په اړه د عراق له حکومت سره همغږي کړې وه.

د رویټرز اژانس په وینا، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د امریکا دا بریدونه په منځني ختیځ کې د جګړې اور ته لمن وهل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG