د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د اسرائیل د پوځ ویاند: ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د اسرائیل پر لور حرکت کړی


ایراني بې‌پیلوټه الوتکې
ایراني بې‌پیلوټه الوتکې

د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هګاري د بېړني حالت له اعلان اته دقیقې وروسته تأیید کړه چې ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د اسرائیل پر لور حرکت کړی دی.

ده ویلي چې د ایران توغول شوې بې‌پیلوټه الوتکې به څو ساعته وروسته اسرائیل ته ورسېږي.

دانیل هګاري زیاتوي چې دوی ګواښ څاري او د اسرائیل پوځ لا له وړاندې دې ډول وضعیت ته چمتووالی نیولی و.

هګاري دغه‌راز وویل چې که د اسرائیل پوځ ونه‌کولای شي چې د دغو بې‌پیلوټه الوتکو مخه ونیسي، هغو سیمو کې به د خبرداري زنګونه فعالوي چې هدف وګرځول شي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پر اسرائیل د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو د حملې د راپورونو له تأیید څو شېبې مخکې په یوه لنډه وېډیو کې د اسرائیل خلکو ته وویل "یو ساده اساسي اصل لرو: هر څوک موږ ته زیان راورسوي، زیان ورسوو".

د اسرائیل ۱۲ ټلوېزیوني شبکې د نتانیاهو دا څرګندونې پر ایران د اسرائیل د احتمالي ځوابي حملو په معنی تعبیر کړې دي.

XS
SM
MD
LG