د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د هرات پر یوه جومات د داعش برید ته غبرګونونه؛ عباسي: طالبان د لږه‌کیو په امنیت ساتلو کې پاتې راغلي


د داعش ډلې بیرغ
د داعش ډلې بیرغ

په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د دوشنبې د ورځې د برید د غندنې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې او د بشري حقونو د څارسازمان یوې مسوولې د دغه برید د غندلو ټرڅنګ دا ډول پېښې چې پکې شیعه لږه کي په نښه کیږي، ډېرې د اندېښنې وړ وبللې.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د شیعه ګانو پر جومات د برید په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې طالبان د دغسې حملو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي.

آغلې عباسي بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل، طالبان نه دي توانیدلي چې مذهبي لږه کي وساتي.

" د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د دوشنبې برید د داعش له خوا د هغو هدفي وژنو سلسله ده چې په افغانستان کې شیعه ګان او هزاره لږه کي په نښه کوي. د بشري حقونو د څارسازمان په ۲۰۲۲ کال کې د دغو حملو په اړه یو مفصل راپور برابر کړی و. هغه مهال زموږ شواهدو ښودلې وه چې له هغه مهاله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، په افغانستان کې داعش پر هزاره ګانو او شیعه ګانو د لږترلږه شلو لویو حملو مسولیت اخیستی چې په نتیجه کې یې له زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې."

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي

د دغه برید د غندنې په ترڅ کې د اسلامي همکارۍ سازمان په هرات کې دغه برید غندلی او د طالبانو له چارواکو یې غوښتي دي چې په افغانستان کې د ولسي وګړو د وینې توېیدو د مخنیوي لپاره له زیات څه ترسره کړي، د دغه برید عاملان په نښه او عدالت ته را کاږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې په هره کچه تروریزم د غندنې وړ دی.

له دې مخکې ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو هم دغه برید په کلکه غندلی و.

له دې سره هممهاله،د هرات د شیعه عالمانو عمومي شورا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د دغه پېښې عاملانو ته سخته سزا ورکړي. دغې شورا په یوه اعلامیه کې دغه برید وحشیانه بللی او ویلي یې دي، هغه د افغانانو د خپګان سبب شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډیکر

په عین حال کې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر هم په هرات کې د شیعه ګانو پر جومات دغه برید غندلی دی.

اغلې ډیکر پرون چهارشنبې په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې د دغې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي چې ټول افغانان حق لري چې له وېرې پرته د امن په فضا کې عبادت وکړي.

په دغې حمله کې چې د ګذرې ولسوالۍ د شهرک د سیمې پرجومات شوې او مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اخیستی، اوه تنه ووژل شول.

دا اول وارنه دی چې په هرات کې شیعه ګان د داعش په برید کې په نښه کیږي؛ له دې مخکې هم په دې ولایت کې په څو بریدونو کې شیعه لږه کي په نښه شوي وو.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې پټن ځایونه نه لري. خو په افغانستان او سیمه کې د داعش د خراسان څانګې فعالیتونو د ایران او روسیې په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په ایران کې د جنورۍ د څلورمې په برید کې چې مسولیت یې داعش اخیستی، له اتیاوو زیات کسان ووژل شول. د مارچ په ۲۲ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د موسېقۍ پر یوه تالار په برید کې چې مسولیت یې همدې ډلې اخیستی، لږترلږه ۱۴۴ کسان ووژل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG