د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

د پاکستان او ایران ګډه اعلامیه؛ «افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو»


د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي چې پاکستان یې افغان خاوره کې د فعالیت ادعا لري - ارشیف
د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي چې پاکستان یې افغان خاوره کې د فعالیت ادعا لري - ارشیف

ایران او پاکستان د یوه سوله ییز، متحد، ملي حاکمیت لرونکي او خپلواک افغانستان په توګه د خپل ګاونډي هېواد د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ، خو په دې هیواد کې یې تروریستي سازمانونه د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ وبلل.

دواړو هیوادونو په هغه ګډه اعلامیه چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم ریسي د درې ورځني رسمي سفرپه پای کې پرون چهارشنبې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې ویلي دي، دې ته په پام چې په افغانستان کې موجوده تروریستي سازمانونه سیمه ییز او نړیوال امنیت ته جدي ګواښ دي؛ دواړو لورو د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او امنیت په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي او د ترهګرۍ پروړاندې یوې متحدې جبهې ته د پراختیا ورکولو لپاره پر خپل چمتووالي بیا ټینګار وکړ.

که څه هم په اعلامیه کې په مشخص ډول د هغو ترهګرو ډلو چې د دواړو هیوادونو په وینا، په افغانستان کې حضور لري او د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ بلل کیږي، نومونه نه دي اخیستي خو اسلام آباد تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډله د پاکستان امنیت او ثبات ته جدي ګواښ بولي.

د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي په اسلام اباد کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف سره
د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي په اسلام اباد کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف سره

دغه ډله چې د اسلام اباد په وینا، پر افغانستان واکمنو طالبانو ورته پناه ورکړې او د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه سرته رسوي؛ هغه ادعا چې طالبانو په کلکه رد کړې ده.

د افغانستان بل ګاونډ ایران بیا د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې له پلوه چې په افغانستان کې یې د طالبانو په څه باندې دوه نیم کلنه واکمنۍ کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی او همدارنګه یې په تیره جنوري میاشت کې د ایران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د ځان وژونکو بریدونو مسولیت اخیستی، ډېره اندېښنه لري.

په دې اړه مو د سیاسي چارو د شنونکي شفیق همدرد نظر وپوښت چې ایا تهران او اسلام آباد د همدغو دوو ډلو ګواښ ته ډیر اندېښمن دي، او که نورې ډلې هم شته؟

هغه وویل:

" په دې کې هیڅ شک نشته چې د ایران لپاره داعش او د پاکستان لپاره ټي ټي پي لوی خطرونه او ګواښونه دي. لیکن په تېرو تقریباُ ۴۵ کلونو کې د پاکستان او ایران حکومتونو داسې پالېسۍ او ستراتېژۍ جوړې کړې وې چې په ترڅ کې یې په دغو دواړو هېوادونو کې لږکي تر ډېر فشار لاندې وو. او اوس دغه لږکي د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هم مبارزه کوي. نو که څه هم دوی په لویه کې دغه پړه پر دغو دوو ډلو وراچوي، لیکن په اصل کې د دغو دواړو هېوادونو دغه ستونزې چې دي، که د امنیتي لحاظه دي، که د سیاسي لحاظه دي، هغه په کور دننه کې د دوی د استبدادي پالېسیو له امله دي چې ډېر خلک یې له مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ کړي دي."

په دې وروستیو کې په ایران او پاکستان کې د جیش العدل او جندالله ډلو چې دواړه هېوادونه یې د ځان لپاره ګواښ بولي، د فعالیتونو زیاتیدا تهران او اسلام آباد ته دې ته اړ کړل چې یو د بل په خاوره کې د دغو ډلو اړوند ځایونو باندې مستقیم بریدونه وکړي.

د ایران اوپاکستان په ګډه اعلامیه کې که څه هم د دواړو هېوادونو په خاوره کې د کومو مشخصو ترهګرو ډلو یادونه نه ده شوې، خو دواړو لورو د ترهګرۍ د ټولو بڼو د غندنې ترڅنګ ویلي چې ترهګري د سیمې سولې او ثبات ته ګډ ګواښ او د سیمې د پرمختګ پروړاندې لوی خنډ دی.

ایران او پاکستان همدارنګه په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو د همغږي کولو یادونه کړې او په دې برخه کې یې د موجوده سیمه ییزو چوکاټونو یافورمنو پرمثبتې ونډې ټینګار کړی.

د ایران - پاکستان ګډه پوله
د ایران - پاکستان ګډه پوله

په اعلامیه کې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي ترڅنګ دواړو لورو دا منلې چې په اساسي پرېکړو کې د افغانانو د ټولو قشرونو د ونډې زیاتیدل به په دې هېواد کې د سولې او ثبات له لا ټینګښت سره مرسته وکړي.

ایران او پاکستان چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي هم دي، همدارنګه له افغانستانه سره د شانګهای د همکارۍ د سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو د ژر پیلیدو پراهمیت ټینګار وکړ ترڅو په سیمه کې د ثبات د ساتلو او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې سره همغږي شي.

د طالبانو حکومت تراوسه د ایران او پاکستان د دغې ګډې اعلامیې په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې د داډول څرګندونو په وړاندې په غبرګونونو کې ویلي چې افغانستان اوس امن دی او هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړې او په واک کې نورو افغانانو ته د ګډون په اړه غوښتنې هم رد کړي او هغه یې د افغانستان کورنۍ مسله بللې ده.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم ریسي په مشرۍ د پلاوي په دې سفر کې چې پرون چهارشنبې پای ته ورسېد، دواړو لورو موافقه وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې به پراخوي او تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دوه اړخیزه سوداګري به لس ملیارډ ډالرو ته لوړه کړي.

XS
SM
MD
LG