د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار


د سفر یوه څنډه
د سفر یوه څنډه

د ایران ولسمشر د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته تللی او هلته یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه کړي.

سید ابراهیم رییسي د پاکستان له صدراعظم شهبازشریف سره تر لیدنې وروسته په یوه ګډ کنفرانس کې وویل:

" له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو دریځونه یو شان دي. موږ دواړه د ناامنۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې هوډ لرو. د سازمان شويو جرمونو، نشه یي توکو او د هر ډول ناامنیو پر وړاندې چې نن سبا دواړه هېوادونه او سیمه ګواښي د مبارزې لپاره دواړه هېوادونه ګډ نظر لري."

د ایران ولسمشر رییسي او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د ایران ولسمشر رییسي او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

رییسي به نن سه شنبه د اپرېل ۲۳ او سبا هم له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره لیدنې وکړي.

د ایران ولسمشر دا هم وویل چې له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې دی او په خبره یې د سوداګرۍ اوسنۍ کچه د منلو نه ده. هغه وویل چې له پاکستاني لوري سره یې موافقه کړې چې د ایران او پاکستان تر منځ سوداګري به لسو میلیاردو ډالرو ته رسوي.

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف هم د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخېدو هیله وکړه.

هغه زیاته کړه وخت یې دی چې تهران او اسلام اباد د پولې دواړو خواو ته اقتصادي پرمختیا او سوکالۍ ته پام وکړي.

د ایران او پاکستان سرحدي سیمې اکثر د نا امنیو شاهدې دي.

د ایران هغه سیمه چې د پاکستان پوځ توغندیز برید پرې کړی و - ارشیف
د ایران هغه سیمه چې د پاکستان پوځ توغندیز برید پرې کړی و - ارشیف

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په لومړي وار پاکستان ته سفر کړی او دا سفر یې څو میاشتې وروسته له هغه ترسره کېږي د کال په پیل کې د دواړو هېوادونو اړېکې سختې ترېنګلې شوې وې.

ایران د جنوري په ۱۶مه د پاکستان د بلوچستان په زرغون غره سیمه کې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې وکړې او ادعا یې وکړه چې د جېش العدل ډلې دوه مرکزونه یې په نښه کړي دي.

پاکستان هغه بریدونه په کلکه وغندل او په ځواب کې یې دوه ورځې وروسته د ایران په خاوره هوایي بریدونه وکړل. دغو پېښو د څه وخت لپاره د ایران او پاکستان اړیکې سختې ترینګې کړې او د دې لامل شو چې دواړه هېوادونه خپل سفیران ور وغواړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG