د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

صادراتو کې کموالی؛ لامل یې د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ کې د ستونزو رامنځته کېدل بلل کېږي


ارشیف: د تورخم پورې غاړه د لواړګي یو انځور. دغه لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ لپاره مهمه بلل کېږي.
ارشیف: د تورخم پورې غاړه د لواړګي یو انځور. دغه لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ لپاره مهمه بلل کېږي.

د طالبانو د حکومت د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال د کب په میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې د کموالی او وارداتو کې د تېر ١۴٠٢ کال د همدې مودې په پرتله د زیاتوالي خبر ورکړى دی.

د یادې ادارې د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د کب په میاشت کې د افغانستان صادرات د ۱۴۰۱ کال د ورته وخت په پرتله ۳۲،۹ میلیونه ډالره کم شوي دي.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې د صادراتو اندازه ۱۷۴ میلیونه ډالره وه چې په ۱۴۰۲ کال کې ۱۴۱،۱ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

خو د وارداتو کچه په ١۴٠١ کال په حوت مياشت کې له ٦٩٠،۴ ملیون ډالرو څخه په ١۴٠٢ کال کې ٧٨٩،٦ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.

د دې ادارې په خبره، افغانستان تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته کوي او تر ټولو ډېر واردت له ایران، پاکستان او چین څخه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه او یو شمېر سوداګر د افغانستان د صادراتو کموالى تاییدوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره پلاوي غړی او د پاک-افغان سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی وايي، دا کمښت تر ډېره د پاکستان له لوري د افغان سوداګریزو مالونو پر وړاندې د ستونزو د جوړولو له امله دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره پلاوي غړی او د پاک-افغان سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره پلاوي غړی او د پاک-افغان سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "اصلي لامل دا و چې د مېوې او انارو په وخت کې پاکستان ته د تورخم او سپین بولدک لارې تړل شوې وې، د ډبرو سکرو ارزښت یو څه لوړ شوی و، نو زموږ صادرات کم شول."

یو افغان سوداګر مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان له پنځو مهمو صادراتي بندرونو څخه د سپین بولدک او تورخم بندرونه له تېر یوه کال راهیسې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: "د صادراتو یوازېنۍ لار د تورخم بندر و او د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره به مو له لسو څخه تر شلو ورځو انتظار کاوه چې اجازه ترلاسه کړي، له بلې خوا ګاونډي هېواد ته د پیسو په لېږد کې له ستونزو سره مخ وو. د پاکستان او د موټر لوړه کرایه په صادراتو منفي اغېزه لري."

دا په داسې حال کې ده چې د اقتصادي چارو د کارپوهانو په خبره، د یوه هېواد د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن د هغه هېواد د اقتصادي ودې یو له ځانګړنو څخه ده.

د اقتصادي چارو پوه دریا خان بهیر ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د واکمنۍ کې له ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکو د صادراتو پر بهیر هم اغېز کړی دی.

بهیر وايي: "د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاو تریخوالي له امله د افغانستان پر صادراتو منفي اغېز شوی. زما په باور د افغانستان د صادراتو کموالی د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر خلکو ناوړه اغېز کوي. خصوصي سکتور ډېر زیانمنوي."

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک د فبرورۍ په میاشت په خپل راپور کې د تېر کال په پرتله د افغانستان د صادراتو د کموالي او د وارداتو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د وارداتو زیاتوالی ښيي چې افغانستان د خپلو کورنیو توکو د برابرولو توان نه لري او پر وارداتي توکو تکیه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG