د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ د خلاصېدو لپاره یې مذاکرات بې‌ نتیجې پای ته رسېدلي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې پرون په تورخم کې د افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ مذاکرات شوي، خو پایله یې نه ده ورکړې.

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت سيمه‌یيز چارواکي وايي، له پاکستاني لوري سره یې د تورخم دروازې د پرانیستلو په اړه مذاکرات بې پایلې و.

په دغه ولايت کې د طالبانو د والي ویاند قاضي ملا عادل نن په یوه لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته تایید کړه چې دروازه لا تړلې ده او د پرانیستلو په اړه یې تازه معلومات نه‌شته.

د ننګرهار د والي دفتر هم په یوه اعلامیه کې د تورخم د کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب له قوله لیکلي چې پاکستاني لوري ترې وخت غوښتی چې د تورخم دروازې د پرانیستلو په اړه خپلمنځي مشوره وکړي.

کمیسار دغه شان ویلي چې پاکستاني لوري منلې چې هم ډزې لومړی دوی کړي او هم یې دروازه تړلې ده.

په تورخم کې د وروستۍ نښتې یو انځور. 06.09.2023
په تورخم کې د وروستۍ نښتې یو انځور. 06.09.2023

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د تورخم دروازې د تړلو په اړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په غبرګون کې ادعا کړې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د یوې سوله‌ییزې حل لارې پر ځای افغان طالبانو د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه کړې دي.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې طالبانو د پاکستان په خاوره کې د پوستي جوړولو هڅه کوله چې دا ورته د منلو نه ده، خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په خپله اعلامیه کې ویلي وو چې ځواکونو یې د افغانستان لوري ته یوې پخوانۍ پوسته ترمیموله، چې کلونه وړاندې جوړه شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی په نظامي پوستو دا ډول بریدونه د توجیې وړ نه دي او په خبره یې دا ډول کړنې نورو ترهګرو ډلو ته هم جرئت ورکوي، کومې چې د دوی په وینا دا مهال په افغانستان کې پټنځایونه لري.

په اعلامیه کې همدا شان ویل شوي، پاکستان چمتو دی چې د خبرو له لارې دوه اړخیزې مسئلې حل کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت بیا تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د تورخم دروازې بندول او د دوی په وسله‌والو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بللی و.

د یاد وزارت په وینا د تورخم دروازې تړل د دواړو غاړو سوداګري زیانمولای شي او همدا شان ادعا یې کړې وه چې پاکستانی لوری ډېر وخت د افغانستان د مېوو او سبزیو د حاصلاتو د رسېدو پر مهال په نه توجېه کېدونکو پلمو دروازې تړي او د سیمې سوداګري له خنډ او ځنډ سره مخ کوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د تورخم دروازه له اوس سربېره په هغه صورت کې چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول شوى، د لنډ مهال لپاره تړل شوې ده.

د تورخم دواړو غاړو ته بند پاتې کسان هم وايي، که لاره ژر خلاصه نه شي، د خلکو ستونزې به لا نورې هم ډېرې شي.

نجیب‌الله او نقیب‌الله چې خپله ناروغان یې د درملنې په خاطر پاکستان ته بیولي وو او اوس په تورخم کې بند کې پاتې دي، د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

نجیب‌الله وویل: "ستونزې له حده ډېرې دي، ځکه موږ ته حال معلومېده چې درې یا څلور شپې کوو او په هماغه اندازه پیسې مو له ځان سره راوړې وې، دا اوس بې خرڅه یوو. دواړو خواو ته ناروغان دي، د سرطان ناروغان هم په کې شته، په هغوی چې یوه ورځ ناوخته شي، لس ورځې نوبت نه ورکول کېږي."

نقیب‌الله وویل: "درېیو نفرو ته مې په ۱۸۰۰ ډالرو ویزه واخیستله، خو اوس هیله لرو چې دا ستونزه حل شي او خپل وطن ته لاړ شو. راوړې پیسې مې خلاصې شوې وې، بېرته مې له خپلوانو راوغوښتې، هغه هم په خلاصېدو دي. حیران پاتې یوو، موږ افغانان هر ځای همداسې در په دره یوو."

د تورخم د تړلې دروازې سره بند پاتې مسافر او سوداګر له دواړو لورو د دروازې د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي.

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ په تازه مېوو او سبزیو بار موټرې جلال‌اباد ته ستنې شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

د تېرې چهارشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم کې د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته وشوه چې له امله یې د څلورو طالبانو د وژل کېدو او یوه پاکستاني سرتېري د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شول.

د تورخم دروازې د بندېدو له کبله دواړو لوریو ته لسګونه موټر ولاړ دي او دغه راز ناروغان هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د تورخم دروازې د بندېدو له کبله دواړو لوریو ته لسګونه موټر ولاړ دي او دغه راز ناروغان هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

له یادې نښتې وروسته د تورخم دروازه هم وتړل شوه او د دواړو غاړو مسافر او سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم وخت ناوخته د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګرو پر مخ د لنډ مودې لپاره تړل شوې، خو له اوسنۍ پېښې مخکې په ۲۰۱۶ کال هم کې د افغانستان د مخکېني جمهوري حکومت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له نښتې وروسته د تورخم دروازه د ۲۱ ورځو لپاره تړل شوې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG