د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ یو شمېر موټر چلوونکي: پاکستان د غلام خان بندر دروازه هم تړلې


د تورخم دراوزې یوه څنډه
د تورخم دراوزې یوه څنډه

د تورخم دروازه پرون د څلورمې ورځې لپاره بنده وه.

یوځل بیا د افغانستان د یوه مهم صادراتي قلم یعنې مېوو د حاصل موسم دی او بیا د دې صادراتو یوه مهمه لاره بنده شوې ده.

د تېرې اوونۍ د چارشنبې په ورځ د تورخم په دروازه کې د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د یوې پوستې د جوړولو پرسر له ناندریو وروسته وسله‌واله نښته وشوه چې د تلفاتو په اړه یې د دروازې دواړو غاړو ته بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمېسارۍ ویلي چې په دې نښته کې یو طالب سرتېری او یو ولسي وګړی وژل شوي، خو سیمه ییزو سرچینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د څلورو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د تورخم بلې غاړې ته هم د تلفاتو راپورونه ورکړل شوي، خو دا شمېرې د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.

په سیمه کې یوې باخبره سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د دې لانجمنې پوستې د جوړولو کار پرته له دې چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، بیا پیل کړی دی او تراوسه د سرچینې په وینا کومه ستونزه نه شته.

تورخم ته څېرمه د طالبانو یوه امنیتي پوسته
تورخم ته څېرمه د طالبانو یوه امنیتي پوسته

له تېرو څلورو ورځو راهیسې د تورخم دواړو خواوو ته په تازه مېوو او ترکاریو بار لسګونه ټرکونه ولاړ دي چې ځینو خپل مالونه تر نیمې په لږه بیه پلورلي.

په ځینو پیغامونو کې چې ازادي راډیو ته رسېدلي ځینې ډریوان موټر چلوونکي وايي، د تورخم له بندېدو وروسته دوی خپل بارونه د خوست د غلام خان بندر خوا ته یووړل، خو د دوی په وینا پاکستاني چارواکو هغه لاره هم بنده کړې ده.

هغه وویل: "ټولو تاجرانو تاوان کړی دی. موټران له تورخم څخه راوګرځول شول. انګور هم والله که سالم رسېدلې وي، تراوسه په غلام خان 'بندر' کې ولاړ دي. اوس ویل کېږي چې د غلام خان دروازه یې هم تړلې. نه پوهېږم هلته څه مشکل دی. ګېټ 'دروازه' یې تړلی دی او موټران دې خواته پاتې دي. دوه درې ورځې دلته پاتې شول اوس هلته هم ولاړ دي. موږ هروخت په سیزن 'د مېوو په فصل' کې همداسې تاوانونه کوو. یوځل لاره بنده کړي بیا جګړه کوي."

خو د تازه مېوو د مارکېټ مشر اخترمحمداحمدي ازادي راډیو ته وویل چې د غلام خان لاره بنده نه ده مګر د ګڼې ګوڼې له کبله د ټرکونو خوځښت په کې له ستونزه سره مخامخ کېږي.

د غلام خان بندر ته څېرمه د افغان سوداګرو په توکو بار لسګونه موټرې
د غلام خان بندر ته څېرمه د افغان سوداګرو په توکو بار لسګونه موټرې

همداراز ویل کېږي چې د تورخم دواړو خواوو ته زرګونه کسان چې پر دې لاره یې تل تګ راتګ کاوه بند پاتې دي.

په دې مسافرو کې ښځې او ماشومان او هغه ناروغان هم شامل دي چې د علاج لپاره پاکستان ته تللي وو.

پرون په تورخم کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د دې ستونزې په اړه د خبرو لپاره له پلازمېنې کابل څخه د طالبانو یو پلاوی تورخم ته ځي، خو همدې سرچینې بېګا ناوخته وویل چې د دې پلاوي سفر هم په نامعلومو دلایلو ځنډېدلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG