د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ افغان سوداګرو د خرابېدو له وېرې خپل توکي لیلام کړي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ د نښتې له امله د تورخم دروازه نن د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې ده.

په ټولنیزو رسنیو په دې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې د جلال اباد ښار د مېوې او سبزۍ په منډي کې لسګونه په تازه مېوې او تازه ترکارۍ بار موټرې ولاړې دي او خاوندان یې د خرابېدو له ویرې په خلکو په نیمه بیه پلوري.

د افغانستان د تازه مېوې د مارکېټ مسوولان هم مني چې په تازه مېوې بار لسګونه موټرې یې د جلال اباد منډوي ته ستنې کړي او د لیلام په بیه یې پلورلي دي.

د افغانستان د تازه مېوې د مارکېټ رییس اختر محمد احمدي ازادي راډيو ته وویل: "ان زموږ سوداګرو د موټرو کرایه هم ترې پوره نه شوه کړای ځکه ټول مالونه یې په نیمه بیه وپلورل.که دا لاره همداسې تړلې پاتي کېږي په اوس وخت کې به زموږ باغدارانو او دهقانانو ته ستر اقتصادي زیان وي."

د تورخم دواړو لوریو ته په سلګونه موټرې ولاړې دي.
د تورخم دواړو لوریو ته په سلګونه موټرې ولاړې دي.

د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د تورخم دروازې له بندېدو وروسته په تازه مېوې او تازه ترکارۍ بار لسګونه موټرې جلال اباد ته راستنې شوې دي.

د دې ښار یوه اوسېدونکي کامران سمسور ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د سترګو لیدلی حال دا دی چې په تازه مېوې او سبزیجاتو بار لسګونه موټرې د جلال‌اباد مېوې منډي ته رارسېدلي دي او خاوندانو یې دا هر څه په نیمه بیه لیلام کړي دي، ځکه د تازه مېوې او سبزۍ د خرابېدو وېره زیاته ده."

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالات پېښور ښار یوه اوسېدونکي مشرف افریدي بیا ازادي راډيو ته وویل،دلته بیا د تازه مېوې په ځانګړي ډول هغه چې له افغانستانه ور وړل کېږي بیې خورا لوړې شوي دي.

هغه وویل: "مخکې به رومیان یو کیلو په ۱۵۰ روپۍ وو خو اوس به یې په څلور پنځه سوه اخلې، همدا شان انګور یو کیلو اته سوه ته رسېدلي دي، د خټیکو بیي هم لوړې شوي دي، ان اخیستل یې د بې‌وزله کسانو له توانه پورته دي، موږ غواړو چې تورخم دروازه باید خلاصه کړل شي."

د تورخم دروازه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ دغلته د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ تر یوې وسله‌والې نښتې وروسته وتړل شوه چې نن د څلورمې ورځې لپاره لا هم تړلې ده، له دې امله دواړو لوریو ته سلګونه مسافر او په سوداګریزو توکو بار لارۍ بندې پاتې دي.

په تورخم کې د وروستۍ نښتې یو انځور. 06.09.2023
په تورخم کې د وروستۍ نښتې یو انځور. 06.09.2023

په مسافرو کې ناروغان، سپین‌ږیري، ښځې، ماشومان او د راپورونو پر بنسټ دوه جنازې هم شته چې افغانستان ته یې د اړولو هڅه کېږي، خو پاکستانی لوری ورته خپل وطن ته د اوښتو اجازه نه ورکوي.

په تورخم کې د دواړو لوریو ترمنځ وسله‌واله نښته د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې د جوړېدو په سر رامنځته شوه.

د طالبانو د حکومت د کمېسارۍ مسوولانو په دې نښته کې د یو طالب سرتېري او یو ولسي وګړي د وژل کېدو پخلی کړی و، خو ځینو سیمه ییزو سرچینو ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې نښتې له امله د څلورو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د تورخم بلې غاړې ته ویل شوي وهو چې یو پاکستانی سرتېری او یو ولسي وګړی هم د دغه نښتې له امله ټپیان شوي، خو په رسمي ډول په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

خو په تورخم کې یوې باخبره سرچیني ازادي راډيو ته وویل ټاکل شوې چې نن له پلازمېنې کابل یو پلاوی د خبرو لپاره تورخم ته ورسېږي او هیله شته چې خبرې د دروازې د خلاصېدو لامل شي.

ها خوا په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت د سفارت په خپل ایکس ټولنیزې شبکې تېره ورځ لیکلي چې د دغه سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د تورخم او اړونده موضوعاتو په اړه افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره کتلي او د تورخم دروازې د بندېدو له امله ولسي وګړو او سوداګرو ته د رسېدلي زیان په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ په یو خبري کنفرانس کې د تورخم دروازې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په پاکستان کې دننه د ناامنیو پېښې، اندېښنې او پرمختګونه د پولې د تړلو او خلاصېدو لامل ګرځي.

د یادونې ده چې دا د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ لومړۍ نښته نه ده بلکې تر دې مخکې په ځلي په تورخم او چمن د دوی تر منځ نښتې شوي چې دواړه لوریو پړه په یو بل اچولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG