د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د ایران په بوشهر کې د افغانانو په ګډون پر کډوالو نوي بندیزونه


د ایران بو شهر ښار
د ایران بو شهر ښار

د ایران د بوشهر چارواکو د دغه ولایت په درېیو ښارونو کې پر کډوالو نوي بندیزونه ولګول.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د کډوالو د برخې د یوې چارواکې راضیې علي پور له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي چې دغه کډوال به د پیژندنې په صورت کې ونیول او وبه ایستل شي.

هغې زیاته کړې چې د ګناوه، دیلم او عسلویه کلي ممنوعه سیمي دي او په دې سیمو کې ان د اقامې اسنادو درلودنکو کسانو لپاره هم د ورتګ، اوسېدو او کار کولو اجازه نشته او که چېرې څوک ونیول شي د شړل کېدو لپاره به یې اقدام وشي.

د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو عمومي مدیرې ویلي چې تېر کال د دې طرحې څو پړاوونه پلي شوي او د ایران له بوشهر څخه تر ۲۶ زره ډېر کسان ایستل شوي دي، همدارنګه روان کال به هم دغه کړنلاره د انتظامي او امنیتي ځواکونو او نورو اړونده اړخونو په مرسته دوام ولري.

ایران مېشتي افغان کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري او په داسې شعارونو خپلې ستونزې بیانوي
ایران مېشتي افغان کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري او په داسې شعارونو خپلې ستونزې بیانوي

که څه هم نوموړې دا په ډاګه نه کړه چې دغه کډوال به د کوم هېواد وي، خو په ايران کې د مېشتو کډوالو ډېره برخه افغانان دي چې تر دې مخکې هم له دې هېواده يې د ايستلو لپاره اقدامات شوي دي.

په ايران کې مېشت افغان کډوال د دغه بنديز له امله اندېښمن دي او وايي چې په خپل ورځني ژوند کې به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د افغان متعرضو ښځو د ډلې غړې مریم چې د امنیتي ګواښونو له امله له یو نیم کال راهیسې ایران ته کډه شوې او د بوشهر په دیلم کلي کې اوسېږي، ازادي راډیو ته وویل:

" زما د قانوني اسنادو وخت هم ختم شوی، دوی نه غواړي چې زموږ اسناد بیا تمدید کړي، ورځ په ورځ یې پر افغان کډوالو بندیزونه ډېرېږي، موږ تر مغازو نه شو تللی چې د خپلې اړتیا اړوند توکي واخلو،موږ کار کولو ته اړتیا لرو او دلته قیمتي هم خپل اوج ته رسېدلې ده."

افغان پخوانی پوځي احمد چې اوس د ایران د بوشهر ګناوه کې کډوال دی،وایي د بندیزونو په زیاتېدو د افغان کډوالو ژوند نور هم تریخ او له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

" له هغې ورځې چې همدا موضوعات اعلان شوي، کډوال ځورول کېږي او یا یې هم رد مرز کوي، ټول هغه افغانان چې دلته اوسېږي له استرس او رواني ستونزو سره مخ دي،ان زه خپله هم په هغه ورځ کار ته نه ځم ځکه چې یو پخوانی پوځي یم، ویرېږم چې ما افغانستان ته ونه لېږي او په کمپ کې هم خلک ډېر ځوروي پولیس هم چې خلک نیسي ډېر پیسې ترې غواړي."

ایران هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان له دغه هېواده باسي.
ایران هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان له دغه هېواده باسي.

د ایران حکومت له دې مخکې هم له دغه هېواده د څه باندې پنځه میلیونه غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو پلان پیل کړی. د راپورونو له مخې هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان له دغه هېواده باسي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو د یوې وکیلې منزې کاکړ او یو شمېر کډوالو په خبره، د دوشنبې په ورځ د اپریل په ۱۵ د پاکستان حکومت هم په یو شمېر سیمو کې افغان کډوالو ته د وتلو خبره کړې ده.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لومړی بهیر د تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شو چې ۵۰۰ زره افغان بې اسنادو کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه کړل شول.

په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو په شمېر کې ډیری هغه کسان شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له امنیتي ستونزو، بې وزلۍ او بې کارۍ همدارنګه د اولادونو د زده کړو د دوام لپاره دغو هېوادونو ته په کډوالېدو مجبول شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG