د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزمن ژوند؛ لسګونه تنه نیول شوي او سلګونه نور د ایستل کېدو ګواښ سره مخ دي


له ارشیفه د یو شمېر کډوالو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر کډوالو تصویر

ترکي رسنیو د یک‌شنبې په ورځ د دغه هېواد د پولیسو په حواله خبر ورکړ چې دوه افغان کډوال په دغه هېواد کې په يوه لارۍ کې دننه د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوي دي.

د ممورلر نيت ( Memurlar net) په نوم يوې ترکي رسنۍ راپور وركړی چې د تركيې پوليسو د «تارسوس – غازي انتپ» لويې لارې په «كولو» سيمه كې له يوې باروړونکې لارۍ څخه ۵۲کډوال نيولي، چې له ډلې يې دوه مړه شوي او د اووه تنو نورو وضعيت نازک دی.

د ترکیې پولیسو زیاته کړې چې دغه ۷ تنه روغتون ته وړل شوي او پاتې نور پناه غوښتونکي نیول شوي او ډېر ژر به و ایستل شي.

که څه هم دا نه‌ده څرګنده چې په دغه لارۍ کې د يادو دوو مړو شويو افغانانو تر څنګ نور څو تنه افغان کډوال پټ وو، خو ترکیې دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو پر ننوتلو او د هغوی پر پاتې کېدو بندیزونه زیات کړي دي.

ترکي پولیس په وروستیو کې بیا- بیا افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن شوي
ترکي پولیس په وروستیو کې بیا- بیا افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن شوي

د راپورونو پر بنسټ، د ترکیې پولیسو د شنبې په ورځ د اماسیا په ښار کې ۴۰ تنه افغان کډوال د بار وړونکو موټرو د پلټنې پر مهال نیولي دي.

نن (دوشنبه) د ترکیې ټي‌آر‌ټي رسنۍ خبر ورکړی، چې په ادرینه ښار کې ۲۰ تنه ناقانونه افغان او پاکستاني کډوال نیول شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ترکیې حکومت اعلان کړی، د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره یې عملیات چټک کړي او یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې ۵۰ تنه د انساني قاچاق په تور نیولي دي.

هم‌مهاله، په ترکیه کې یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، په دغه هېواد کې له څو کلونو اوسېدو وروسته د ترکیې پولیسو د دوی د اوسېدو کارتونه اخیستي او دوی ته یې له دغه هېواده د وتلو مهلت ټاکلی دی.

افغان کډوال رامين چې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره د ترکیې په سیواس ښار کې ژوند کوي وايي:

"د پولیسو مرکې پیل شوې، له موږ يې ډېره موده مخکې مرکه اخيستې، خو اوس موږ ته وايي، یوه میاشت وخت لرئ چې له دې هېواده ووځئ او يا به پولیس موږ و باسي، وضعیت ډېر ستونزمن دی، نه‌پوهېږم څه وکړم."

په ترکيه کې يو بله افغان کډواله رحيمه هم وايي چې د دوی د کډوالۍ دوسيې نه‌دي څېړل شوي، زده‌کړو، روغتيا او کاري خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري:

"موږ په ۲۰۱۹ کال کې د کډوالو ادارې له‌خوا رد شوي وو، خو اوس ډېری افغانانو ته له ياد هېواد څخه د وتلو پاڼې ورکړل شوې دي. موږ په بد وضعیت کې یو، څه وکړو."

ترکیې ته پر لاره د مړو شویو درېیو افغان کډوالو جسدونه چې کابل ته لېږدول شوي وو- ارشیف
ترکیې ته پر لاره د مړو شویو درېیو افغان کډوالو جسدونه چې کابل ته لېږدول شوي وو- ارشیف

د افغان کډوالو یو شمېر کورنیو چې غوښتل یې ترکیې ته په قاچاقي ډول ولاړې شي او د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا نيول شوي، هم ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو خپلوانو د وضعیت په اړه اندېښمن دي.

په ترکیه کې د دغو افغان کډوالو د ستونزو په اړه مو د ترکیې په انقره کې د افغانستان له قونسلګرۍ وپوښتل، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نه‌کړ.

دا په‌داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمن کېدو وروسته د افغانانو د کډوالۍ لړۍ بېلابېلو هېوادونو لکه:ایران، ترکیې او پاکستان ته ډېره شوې ده.

له دغو افغان کډوالو څخه یو شمېر هغو یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې څو څو ځله ویلي چې د دوی د کډوالۍ لامل نا امني، بې‌کاري، اقتصادي ستونزې او یا هم د خپلو لوڼو تعلیم وو.

دا په‌داسې حال کې ده چې دغه هېوادونه هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه‌لري، بېرته افغانستان ته ستنوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۶۸زره او ۵۰۰ افغان کډوال په دغه هېواد کې نیول شوي او یو شمېر یې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG