د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ترکیه کې د یوه افغان کارګر وژنه؛ قمرګله: د کار مالکانو مې مېړه وژلی او بیا یې جسد ورته سوځولی


د عکس ښي لور ته د ترکیې پولیس د وزیرمحمد په نوم د یوه افغان سوځول شوی جسد روغتون ته لېږدوي او چپ لور ته د وزیرمحمد بل تصویر دی.
د عکس ښي لور ته د ترکیې پولیس د وزیرمحمد په نوم د یوه افغان سوځول شوی جسد روغتون ته لېږدوي او چپ لور ته د وزیرمحمد بل تصویر دی.

په ترکیه کې د وزیرمحمد په نوم د یوه افغان کډوال کورنۍ وايي چې نوموړی د هغه چا له‌خوا وژل شوی چې ده ورسره کار کاوه.

په ترکیه کې د یوه افغان کډوال نورمحمد نورتاني کورنۍ وايي چې نوموړی د هغو کسانو له‌خوا چې ده ورسره کار کاوه، وژل شوی او بیا یې جسد په یوه ځنګل کې سوځول شوی دی.

د وژل شوي کس کورنۍ وايي، دوی وړاندې چې له دې چې ترکیې ته ولاړ شي، ۲۰ کاله په ایران کې اوسېدل او کله چې هلته د جبري اخراج له ګواښ سره مخ شول، ترکیې ته ولاړل، خو اوس له دې ډول برخلیک سره مخ شول.

د وزیرمحمد نورتاني مېرمن قمرګلې ازادي راډیو ته وویل، مېړه یې د کورنۍ لپاره یوازېنی ډوډۍ ګټونکی و.

د هغې له قوله، تمه وه چې هغه د تل په څېر پنجشنبه د شپې ۱۲بجې کور راشي، خو رانه‌غی او کله چې دوی پولیسو ته ولاړل، معلومه شوه چې وژل شوی دی.

هغې وویل: "هغه د شپې ۱۲ بجې کور ته راته او موږ تر هغه وخته ویده کېدو. سهار چې ویښه شوم، ومې لیدل هغه نه‌دی راغلی. پولیسو ته ولاړم او هغوی راته وویل، وروسته به احوال درکړو. غرمه یې خبر راکړ چې یو جسد پیدا شوی. کله چې یې جسد را ته وښود، ومې لیدل چې مېړه مې و."

قمرګله وايي، پوښتنه یې دا ده چې غواړي پوهه شي د کار مالکانو یې مېړه ولې وژلی او بیا یې د هغه جسد سوځولی دی.

نوموړې زیاتوي: "زه غواړم له دوی وپوښتم چې ولې یې وواژه؟ که لوېدلی و، یا هم ټپي شوی و، راوستی به یې و، موږ به روغتون ته بیولی وای، ولې یې وسوځاوه؟ لاسونه او پښې یې ماتې وې، سر مات شوی و."

مېرمن قمرګله وايي، د مېړه جسد یې خاوره ته وسپاره، خو تراوسه هم د امنیت او له ترکیې د اخراج له وېرې په کور کې بندیان دي.

هاخوا بیا ترکي رسنیو هم خبر ورکړی چې ۵۰ کلن افغان کډوال وزیر محمد چې د زونګلداګ ډبرو سکرو په غیرقانوني کان کېندنه کې یې کار کاوه، د خپل کار د مالکانو له‌خوا وژل شوی او جسد یې سوځول شوی دی.

یوې ترکي رسنۍ'ترکیه مینوت' راپور ورکړی چې پولیسو د دې قضیې په تور ۶ تنه شکمن کسان نیولي او هغوی اعتراف کړی چې هغه له دې امله وژل شوی چې د ډبرو سکرو دا غیرقانوني کان کېندنه افشا نه‌شي.

په راپور کې راغلي، نیول شویو شکمنو ویلي چې وزیرمحمد د کار پر مهال بې‌‌هوښه شو او یو بل کاریګر یې زړه ته ماساژ ورکاوه او وروسته بیا د کار مالکانو ته احوال ورکړل شو.

یوه نیول شوي شکمن بیا ویلي، د کان یوه مالک هاکان کورنوش له دې امله چې غیرقانوني کان کېندنه یې افشا نه‌شي؛ نه‌ غوښتل چې وزیرمحمد روغتون ته یوسي.

نیول شویو شکمنو کسانو دا هم ویلي چې وزیرمحمد لومړی شکنجه او بیا ووژل شول او وروسته یې بیا د هغه جسد وسوځاوه.

د وزیرمحمد جسد د تېرې جمعې په ورځ د نومبر په لسمه په کرات سیمه کې د سیمې د خلکو له خبراوي وروسته وموندل شو.

هاخوا په ترکیه کې د افغانستان سفارت دننه یوې سرچینې ازادي راډیو سره خبرو کې دا پېښه تایید کړه او ویې ویل، د ترکي پولیس دا قضیه څېړي.

د وژل شوي وزیرمحمد کورنۍ وايي، ژوند یې ټول له کړاوونو ډک دی او له هغه پاتې شویو څلور زامنو څخه د مشر یې چې واده یې هم کړی، د یوې ناروغۍ له امله پښې پرې شوي او کار نه‌شي کولای.

بل‌خوا بیا په ترکیه کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د کډوالو ټولنو په انقره او استانبول کې د وزیرمحمد نورتاني لپاره د عدالت غوښتنې غږ پورته کړی تر خوا یې په ترکیه کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي او د هغوی د ځورونې د پای غوښتنه کړې.

دا لومړی ځل نه‌دی چې یو افغان کډوال په یوه هېواد کې له داسې برخلیک سره مخ کېږي، بلکې له دې وړاندې په ترکیه، ایران او پاکستان کې افغانستان له ورته پېښو سره مخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG