د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

د طالبانو دوه کلنه واکمني؛ ملګري ملتونه: شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان پکې کډوالۍ ته اړ وتي


په پاکستان کې نورو هېوادونو ته تلونکي یو شمېر افغان پناه غوښتونکي - ارشیف
په پاکستان کې نورو هېوادونو ته تلونکي یو شمېر افغان پناه غوښتونکي - ارشیف

په خپله خوښه او یا نا خوښه کډوالۍ او پناه غوښتنه له ډېرو وختونو راهیسې د افغانانو ژوند سره یوه تړلې موضوع ګرځیدلې ده.

په تېرو دوو کلونو کې افغانستان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو اتباعو د کډوالۍ د سترې څپې شاهد دی.
له سوریې او اوکراین وروسته، افغان کډوال په نړۍ کې دریم لوی بې ځایه شوي نفوس لري.
د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د راپور له مخې، د روان کال د جوزا میاشتې په نیمایي کې یوازې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
په دوی کې ۷۰٪ ایران، ۱۸٪ پاکستان او ۱۱٪ ترکیې ته کډوال شوي دي.
دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د راپور له مخې، اوسمهال په ۱۰۳ هېوادونو کې ۸،۲ میلیونه افغانان د کډوالو په توګه ژوند کوي، چې د دغه سازمان په وینا دا په نړۍ او د کډوالو په چارو کې، د ملګرو ملتونو سازمان، د اوو لسیزو په تاریخ کې تر ټولو لوی او اوږد بحران دی.
UNHCR زیاته کړه، په دغو کې ۷۰ سلنه ماشومان او ښځې دي چې مرستې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې څلور لسیزې جګړې، طبیعي پېښې، د خوراکي توکو نه خوندیتوب او په ۲۰۲۱ کال کې سیاسي بدلونونه د افغانانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې له مهمو لاملونو څخه دي.
د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هم مهاله، زرګونه افغانان یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شول
د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هم مهاله، زرګونه افغانان یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شول
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو زیات شمېر افغانان امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو ته کډوال شول، خو ځینې یې لکه د فرشتې په څېر اوس هم په ګاونډیو هېوادونو کې یو بې برخلیکه ژوند لري.
هغې ازادي رادیو وویل: "پاکستان ته کډوالي، په دې معنا ده چې ټول هغه څه دې چې په ډيرو هیلو جوړ کړي و، له لاسه ورکړې. زه دې ته اړ شوم، چې د خپل کور ټول سامان چې په ډیر زحمت مې جوړ کړي وو خرڅ کړم. پاکستان ته راغلو چې برخلیک مو معلوم شي، اوس دلته د ویزې ستونزه لرو، که بیا ویزې ته اپلای وکړم، ٥٠ سلنه امکان لري چې تر لاسه یې کړو، که پیسې هم ورکړو ویزه نشو اخيستلای، د کور کرایه او خوراکي توکي ډیر ګران دي."
په افغانستان کې د طالبانو له واکمندیو سره، د ملګرو ملتونو او د بخښنې د نړیوال سازمان په ګډون د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، د طالبانو د مشر له خوا د عمومي عفوې له اعلان سره سره، د پخواني جمهوري نظام یو شمېر کارکوونکي او پوځیان په افغانستان کې بندیان او شکنجه شوي، لا درکه او یا هم وژل شوي دي، چې له همدې امله ډېری یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته پناه وړې ده.
یو له دغو څخه چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې واخيستل شي، ازادي راډیو ته يې وویل: " د ځينو ستونزو له امله ونه توانیدو چې هلته ژوند وکړو، ٢٠ کاله مې خدمت وکړ، ددې لپاره چې غل نه وم، په ډيرو سختیو مې ځان ایران ته ورسوه، ٦ اولاده لرم، د ورځې ٢ لکه تومانه په سختۍ ګټم، پرته له انساني امکاناتو دلته ژوند کوم."
بې کاري او فقر هم له هېواده د ډېرو افغانانو د وتو یو اصلي دلیل ګڼل کیږي - ارشیف
بې کاري او فقر هم له هېواده د ډېرو افغانانو د وتو یو اصلي دلیل ګڼل کیږي - ارشیف
د بې وزلې او بیکارۍ زیاتوالی په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو یوه بله پایله ده.
دې ستونزو هم یو شمېر افغانان دې ته اړ کړي، چې د قاچاق پر وړاندې ستونزې او خطرونه ومني او خوندي هېواد ته ولاړ شي.
صادق چې په کابل کې په يوه خصوصي شرکت کې کار کاوه، وايي چې له دندې له لاسه ورکولو وروسته له خپلې مېرمنې او درېيو ماشومانو سره له افغانستانه وتلى دى.
نوموړی وایي: "شاوخوا درې میاشتې وروسته له سقوطه، دې ته اړ شوم چې هیواد پریږدم. له قاچاقي لارو ایران ته راغلم ډيرې ستونزې مې وليدې. په دې سړې هوا کې درې واړه ماشومان مې هم راسره وو. څو میاشتې په لاره کې وم. له یوه ځای څخه بل ځای ته تلم. اوس له ١١ کلن زوی سره مې آلمان کې یم. نوره کورنۍ مې ترکیه کې ده. ومې نشو کولای هغوی له ځانه سره راولم. زه هم بې برخلیکه یم، قبولي هم معلومه نده."
خو ايا هغه کسان چې په دې دوو کلونو کې د خپل مقصد هيوادونو ته رسيدلي دي ښه ژوند لري؟
د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي چې له دوو کلونو راهیسې په کاناډا کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته د خپل د کډوالۍ ژوند په اړه کیسه کوي.
هغه وایي: "کله چې ومو غوښتل له افغانستانه ووځو، له پل سرخ څخه تر هوايي ډګره ټوله لاره مې د وطن هوا بویوله، څو بوی یې زما په سينه کې پاتې شي. او اوس دلته هم باید له صفر څخه پیل کړم، زه په نړیوالو اړیکو کې ماستري لرم، خو هیڅ مې په درد نخوري، د کډوالۍ ستونزو ډېره ستړې کړې یم."
خو د ایران او پاکستان په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغانان وخت پر وخت ازادي راډيو ته د اسنادو د نشتوالي، د پولیسو د ځورونې، زنداني کېدو، بېکارۍ او جبري شړلو په اړه شکایتونه کوي.
ایران کې مېشت افغان کډوال د حکومتي ادارو له ناوړه چلند څخه تل شکایت لري - ارشیف
ایران کې مېشت افغان کډوال د حکومتي ادارو له ناوړه چلند څخه تل شکایت لري - ارشیف
د حقوقي چارو کارپوهه نجلا راهل ازادي راډيو ته وویل چې ملګري ملتونه مکلف دي چې د هغو کډوالو ملاتړ وکړي چې په درېیمو هېوادونو کې ژوند کوي.
راهل وویل: "ځينې کسانو چې درېیم هیواد ته ولاړل، ځانونه یې په ملګرو ملتونو کې راجستر کړل، او انتظار باسي، دا د ملګرو ملتونو ١٠٠ سلنه مکلفیت دی چې دا کارونه وڅیړي، هغوی دې خپل په حال نه پریږدي، د هغوی اساسي حقونه، د اوبو ، نفقې او سرپناه دې تامین کړي.کله چې یو کس مقصد هیواد ته رسیږي له ټولو حقونو برخمن وي، د رای ورکولو له حق پرته."
خو یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته په یو شمېر راپورونو کې ادعا کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دوی ستونزو ته کمه پاملرنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته د پناه غوښتنې لپاره یو شمېر ورغلي افغان کډوال - پېښور (۲۰۲۱)
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته د پناه غوښتنې لپاره یو شمېر ورغلي افغان کډوال - پېښور (۲۰۲۱)
د کډوالۍ او پناه اخیستو ترڅنګ جګړې، وچکالۍ او نورې طبیعي پېښې هم په افغانستان کې دننه د بې ځایه کېدو لامل شوې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمېر ۳.۲ میلیونه اعلان کړی و.
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کورني بې ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا درې میلیونه اعلان کړی و.
د تخار ولایت یو اوسېدونکی او یو خبریال چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د جګړو له امله له تخار څخه کابل ته کډه شوي او اوس د خبریالانو د مصونیت کمیټې لخوا چمتو شوي لومړنیو اسانتیاوو، سره په سخته ژوند تېروي.
هغه وایي: "کله چې مونږ له تخار څخه راغلو، د لوګیو او باروتو ، د جګړې اور څخه مو ځان وژغوره چې زمونږ په یو کيلومتري کې و، خپل کور او ځای مو له لاسه ورکړ، دا چې مو هلته په کرايي کور کې ژوند کاوه او دلته هم کرايي کور دی، نو دا مو لازمه ونه ګڼله چې بیرته لاړ شو."
د طالبانو له واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان د امنیتي ستونزو، بې وزلۍ، بې روزګارۍ او د خپلو اولادونو د زده کړو په خاطر له افغانستانه ووتل.

يو شمېر يې وتوانېدل چې خپل د مقصد هېواد ته ورسېږي، خو ډېرى يې لا هم په ګاونډيو هېوادونو کې یو بې برخلیکه ژوند تیروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG