د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

افغان کډوال: ترکي ځواکونه مو د پښو لاسو تر ماتولو وهي؛ ملا برادر: چارواکو نه مې د ښه چلند غوښتنه وکړه


ترکیې ته ورغلي ناقانونه افغان کډوال، ورسره له خورا بد چلند څخه شکایت لري
ترکیې ته ورغلي ناقانونه افغان کډوال، ورسره له خورا بد چلند څخه شکایت لري

په ترکیه کې افغان پناه غوښتونکي وايي، د ترکیې له حکومته غواړي چې له دوی سره روان ناوړه چلند ختم کړای شي.

دا شکایتونه په ځانګړي ډول هغه افغان پناه غوښتونکي کوي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د رسېدو په نیت ترکیې ته داخلېږي.

په ترکیه کې یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:"دلته کډوال په ډېره وېره کې ژوند کوي. ازادانه تګ راتګ نه شي کولی، پولیس یې په میټرو، بسونو او حتی پر سړکونو دروي او پوښتنې- ګروېږنې ورنه کوي. دوی چې په شخصي کالیو کې ونیسي اخراجوي یي. د ترکیې سرحدونو کې هم د دوی ډېر ځواکونه ځای پر ځای شوي چې له ایرانه هم څوک په اسانۍ نه شي راتلای. دوی یې دومره ډبوي، چې لاسونه او پښې یې ماتوي بیا یې ایران ته لېږي.

الیاس چې د ننګرهار ولایت دی، وايي په دې وروستیو کې د ترکیې او ایران پر پوله له افغان پناه غوښتونکو سره د ترکیې د سرحدي ځواکونو چلند ډېر ناوړه شوی دی.

نوموړي وویل: "د ترکیې او ایران پر پوله ډېر وهل ټکول روان دي. چا ته د انسان په سترګه هم نه ګوري. ولاکه څوک دومره ظلم کوي، لکه دلته چې له افغانانو سره کېږي. مخکې مې باور نه کېده، خو اوس مې په خپلو سترګو ولیدل. له افغانانو یې کوفته جوړه کړې، نه یې لاس ګوري نه پښه ګوري."

ملاعبدالغنی برادر معاون اقتصادی رئیس الوزرای حکومت طالبان
ملاعبدالغنی برادر معاون اقتصادی رئیس الوزرای حکومت طالبان

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پرون په ځینو ټویټونو کې لیکلي، چې د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره د ښه چلند غوښتنه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل ټویټر کې د دې کتنې خبر ورکړی، خو دا وضاحت یې نه دی ورکړی، چې پر کومو موضوعاتو بحث شوی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، ملا عبدالغني برادر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره به کتنه کې د دواړو هېوادونو د پانګونې د ګډو خونو او هوايي دهلېزونو د ایجاد غوښتنه هم وکړه.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو هیئت تېره سې شنبه ترکیې ته روان شو.

د ترکیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پر نجونو او ښځو د سختو محدودیتونو له کبله د طالبانو پر حکومت په نړیواله سطحه انتقادونه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG