د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

طالبان: د پاکستان او ایران له زندانونو څلور زره افغانان راخوشې شوي


د پاکستان له زندانه خوشې شوي یو شمېر افغان بندیان. 26.06.2023
د پاکستان له زندانه خوشې شوي یو شمېر افغان بندیان. 26.06.2023

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېر کال یوازې څلور زره افغان بندیان د پاکستان او ایران له زندانونو راخوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته راستانه کړل شوی دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي د زمري په اتلسمه نېټه ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل: "کابو درې زره افغان مهاجرین چې په پاکستان کې بندیان وو، د مهاجرینو د اتشو او په پاکستان کې د افغانستان د لوی سفارت په ګډو هڅو د یاد هېواد له بندخونو څخه ازاد شوي او هېواد ته ستانه شوي. دغه شان د بندیانو له کمېسیون سره د همغږۍ په پایله کې څه باندې زر افغان بندیان د ایران له بند څخه آزاد شوي دي، د نورو لپاره هم هڅې روانې دي."

نوموړي دغه شان وویل چې په دغه کال کې د ۸۰۰ افغانانو مړي چې د بېلابېلو لاملونو له امله مړه شوي، افغانستان ته انتقال شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه چې تېر کال نهه سوه او دوه پنځوس زره پنځه سوه او نهه اتیا کسان افغان کډوال له پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي، خو په خبره یې لا هم اووه میلیونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي.

په هرات کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې پولې یوه څنډه.
په هرات کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې پولې یوه څنډه.

نوموړي دا ونه ویل چې دا کډوال په خپله خوښه ستانه شوي که د کوربه هېوادونو له خوا په زوره ستانه کړل شوي دي.

په دې ورستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ایران او پاکستان افغان کډوال هغوی چې د دوی په خبره د استوګني قانوني اسناد نه لري په زور له خپلو خاورو وباسي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو ورسته یو ځل بیا نورو هېوادونو ته د افغانانو د کډوال کېدو بهیر چټک شو چې په دوی کې ډېر شمېر په پاکستان ایران او د ایران له لارې ترکیې او نورو هېوادونو کې واړول، څو له دې هېوادونو څخه د خپل مقصد هېوادونو ته ځانونه وباسي.

دوی امنیتي، اقتصادي او نورې ستونزې له افغانستانه د کډوال کېدو لاملونه ګڼي.

په پاکستان کې یوه افغان کډواله مېرمن چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، په ټولنیزو رسنیو کې یې لیکل کړي وو چې طالبانو دوه ځله د دې د نیولو کوښښ وکړ نو ځکه دې ته اړه شوه چې پاکستان ته کډواله شي.

هغې وویل: "زه مجبوره شوم چې پاکستان ته راشم، دلته شل زره کرایه ورکوم. دا دوه میاشتې کېږي چې د کرایې ورکولو پیسې راسره نه‌شته، د کور خاوند له یوې خوا هر ورځ دروازه راټکوي، پولیس بله خوا راپسې دي. که بېرته افغانستان ته لاړه شم طالب مې نه پرېږدي. قسم په خدای چې هره شپه ژاړم."

نوموړې نه وايي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې څه ډول لیکل کړي وو.

خو هغوی چې اوس افغانستان ستانه شوي ژوند یې څنګه دی؟

له ترکیې څخه افغانستان ته یو تن ستون شوي افغان چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "په ترکیه زما لپاره رواني ستونزې ډېرې وې، ډېر بدحالت مې تېر کړ. سره له دې چې اسناد هم ولرې، پولیس دې یوه شپه دوه شپې بندي کوي، انساني ارزښت د پښو لاندې کوي، مجبوره شوم راغلم. ما ویل چې یوه مړۍ وچه ډوډۍ هم ولرو کافي ده، خو اوس دلته هم ژوند نه کېږي، ځکه کار اصلاً نه‌شته."

د ازادي راډیو خبریال د دې افغانانو ستونزې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت له ویاند عبدالمطلب حقاني سره شریکې کړې، خو د دې راپور تر خپرېدلو پورې یې ځواب ورنه کړ.

خو د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ادعا کوي چې د تېر کال په ترڅ کې دوی له درېیو میلیونو زیاتو راستنو شویو او کورنیو بې‌ځایه شویو سره د همکارو موسسو په همغږۍ مرستې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG